پولیس وايي په پېښور کې درې افغان کډوال ماشومان د لاسي بم (ګرنیټ) په چاودنه کې ژوبل شوي دي.
د پېښور د سربند تاڼې چارواکو نن (د جنورۍ پر شپږمه) مشال راډیو ته وویل چې پرون په دولتزو سیمه کې دغو ماشومانو کباړ راغونډاوه چې هلته یې لاسي بم موندلی او چې څنګه یې اوچت کړی او کار ورباندې درلودلی، نو چاودنه پرې شوې ده.
پولیس وايي ماشومان روغتون ته رسول شوي او درملنه یې روانه ده. دوی دا هم ویلي دي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د بارودي موادو د چاودېدو له امله ماشومانو ته د مرګژوبلې د اوښتو پېښې مخې ته راغلې دي.