برتانيه وايي د فرانس سره په شريکه یې په شام (سوريه) کې عمليات کړي او د داعش وسله والو مرکزونه یې ويشتلي دي.
د برتانيه دفاع وزارت د جنورۍ پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې دعوه کړې چې په بمبارۍ کې یې په يوه سمڅه کې د داعش وسله والې ډلې يو پټ مرکز په نښه کړی دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې هغه ځای د تاريخي سیمې پلمېرا سره نيږدې په غرونو کې وو او د وسلو د زېرمه کولو لپاره کارېده.
په خبرپاڼه کې د چا د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي. تر اوسه د شام چارواکو او داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دیسمبر په میاشت کې امريکايي چاروکو ويلي وو چې په پلمېرا سيمه کې يو داعش وسله وال په ډزو کې ۲ امريکايي سرتېري او ۱ يو ولسي امريکايي وګړی وژلي وو. د هغه حملې په ځواب کې، امريکايي ځواکونو بمباري کړې وه او ويلي يې وو چې د داعش پټنځایونه یې په نښه کړي دي.
پلمېرا له هغو سیمو څخه وه چې داعش وسله والې ډلې نيږدې د يو کال لپاره نيولې وه. په ۲۰۱۹ کال کې د نړيوالو ځواکونو په مرسته، د شام امنيتي ځواکونو او نورو ملېشو هغه ډله په دغه سیمه کې له ماتې سره مخ کړه.