د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلېنډ د کرکټ اېشیز سېریز په څلورمه لوبه کې اسټرالیا ته ماته ورکړه


انګلېنډ دا بریا د ډېسېمبر پر ۲۷مه د روان تاریخي اېشیز ټیسټ سېریز په څلورمه لوبه کې ترلاسه کړه.
انګلېنډ دا بریا د ډېسېمبر پر ۲۷مه د روان تاریخي اېشیز ټیسټ سېریز په څلورمه لوبه کې ترلاسه کړه.

انګلېنډ په ټیسټ کرکټ کې ۱۵ کاله وروسته په اسټرالیا کې هغه هیواد ته ماتې ورکړه.

انګلېنډ دا بریا د ډېسېمبر پر ۲۷مه د روان تاریخي اېشیز ټیسټ سېریز په څلورمه لوبه کې ترلاسه کړه.

د ډېسېمبر پر ۲۶مه پیل شوې لوبه کې کوربه اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ او په دویمه کې ۱۳۲ منډې وکړې.

انګلېنډ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۱۰ کړې وې خو په دویمه کې یې د اسټرالیا له خوا ورکړل شوی د ۱۷۵ منډو هدف د شپږو لوبغاړو په سر پوره کړ.

د انګلېنډ او اسټرالیا ترمنځ اېشیز سېریز تل د ډېرې دلچسپۍ وړ وي
د انګلېنډ او اسټرالیا ترمنځ اېشیز سېریز تل د ډېرې دلچسپۍ وړ وي

د سږ کال په اېشیز سېریز کې اسټرالیا د لومړیو درو لوبو په ګټلو سره وار له مخه دا جام د ځان په نوم کړی دی.

هغوی لومړۍ او دویمه لوبه په اتو، اتو وکټونو ګټلې وې او په دریمه لوبه کې یې په ۸۲ منډو بریا ترلاسه کړې وه.

د دوی ترمنځ به د روان اېشیز سېریز پینځمه یانې وروستۍ لوبه د جنورۍ له څلورمې په سېډني کې ترسره کېږي.

اېشیز سریز له تېرو شاوخوا ۱۴۲ کالو راهیسې هر دوه کاله وروسته د انګلېنډ او اسټرالیا ترمنځ ترسره کېږي.

په دې کې زیاتره وخت پینځه ټیسټ لوبې وي چې یو ځل په اسټرالیا او بل ځل په انګلېنډ کې لوبېږي.

تر اوسه په تر سره شویو ټولو سېریزونو کې اسټرالیا ۳۴ او انګلېنډ ۳۲ ځله اتلولي ګټلې ده. پینځه ځله اېشیز سېریز بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG