د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د بېلابېلو ګوندونو غړو په قبايلي سيمو کې د پوځي علمياتو مخالفت کړی او پر امنيتي ادارو یې نیوکې کړې دي.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي او صوبايي وزير امجد علي د ډېسېمبر پر ۱۵مه، د اسمبلۍ په غونډه کې د وينا په وخت تور پورې کړ چې د پاکستان وفاقي حکومت او امنيتي ادارو د "ښو او بدو وسله والو" پالیسي نه ده بدله کړې نو ځکه پوځي عمليات ګټه نه لري.
هغه زیاته کړه، "تر څو پورې چې ډالر راتلل، تر هغه وخته پورې دا جنګ موږ پاکستانيانو لپاره جهاد وو. خو چې ډالر بند شول بیا نو افغانان د ترهګرو په نامه یادېدل. بیا پکې د ښو او بدو طالبانو پالیسي راغله. د ترهګرۍ ضد پالیسيانې کوم منتخب حکومت نه جوړوي. اوس چې د عملياتو خبره کېږي نو د ترهګرۍ د ختمېدو حل عمليات نه دی. دلته زموږ په سیمو کې معدنيات دي، ځنګلونه دي او سېلګري ده. د دې معدنياتو د خوړلو لپاره ضرور نه ده چې دوی [پوځ] د ترهګرۍ د ختمولو په نامه پوځي عمليات وکړي. موږ غواړو چې د ترهګرۍ په نوم د صوبې امن خراب نه شي."
د جمعيت علمای اسلام (ف) غړي مولانا لطف الرحمن اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وويل، پوځي عمليات ځکه کامیابه نه دي چې د خلکو ملاتړ نه لري او پولیس دا توان نه لري چې تر عملياتو وروسته امنيت سمبال وساتي. هغه زیاته کړه چې حکومت دې يوه سنجيده پالیسي جوړه کړي.
د عوامي نیشنل ګوند ارباب محمد عثمان هم د پولیسو د قوي کولو خبره وکړه او د امنيت لپاره یې د يوې کمېټې جوړولو غوښتنه وکړه.
د خیبرپښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي د نيوکو په ځواب کې اعلان وکړ چې د امن پر مسله به د بحث لپاره يوه ځانګړې غونډه راغواړي.
د پاکستان د پوځ ویاند لېفټينېنټ جنرال احمد شريف تېره اونۍ په يوه خبري غونډه کې د امنيتي ځواکونو د فعاليتونو دفاع وکړه او هغه یې د امن راوستونکي وبلل. نوموړي زیاته کړه چې د وسله والو سره مذاکرات نه شي کېدلی او د روانو سلګونو هدفي عملياتو په مټ به امن راولي.
د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت هم وايي چې د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.