د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کولو لپاره نن په کواټ کې ولسي غونډه کوي


پاکستان تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کولو لپاره تحریک پیل کړی دی. انځور له ارشیفه.
پاکستان تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کولو لپاره تحریک پیل کړی دی. انځور له ارشیفه.

پاکستان تحريک انصاف د خپل بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره د پيل کړي غورځنګ دويمه جلسه نن (ډېسېمبر ۱۴مه) د خيبر پښتونخوا په کواټ کې کوي.

د ګوند مشرانو ويلي چې د غونډې لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي.

د عمران خان د خوشې کولو لپاره د ييل شوي غورځنګ لومړۍ جلسه د ډېسېمبر پر اوومه په پېښور کې شوې وه.

په هغه غونډه کې له ریاسته غوښتنه شوې وه چې نه یوازې عمران خان بلکې ټول سیاسي بندیان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د پېښور جلسې په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا له حالاتو سره تړلي یوشمېر قراردادونه وړاندې او منظور کړي ول.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي جلسې ته په وینا کې ويلي ول، خیبر پښتونخوا "لېبارټري نه ده" چې پکې به ازموینې کېږي، بلکې د چارو لپاره یې باید یوه منظمه تګلاره جوړه شي.

جلسې له افغانستان سره د لارو خلاصولو غوښتنه هم کړې وه. غونډې ته د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ مشران هم ورغلي ول.

ویناوالو یو ځل بیا تور پورې کړی وو چې پوځ دې د ملک په سیاست کې له لاسوهنې ډډه وکړي. دوی د پوځ د ویاند وروستۍ دعوه چې ګواکې عمران خان د پاکستان "ملي امنیت ته خطر،" ګرځېدلی، وغندله او رد یې کړه.

د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د ډېسېمبر پر پینځمه په خبري غونډه کې ویلي ول چې خان د پوځ ضد بیانیه جوړه او خپره کړې چې ملي امنیت ته ګواښ ګرځېدلې. نوموړي په خپلو خبرو کې دا ټینګار هم کړی وو چې پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

بلخوا د ځورونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکونکې اېليس جيل اېډورډز د ډېسېمبر پر ۱۲مه د پاکستان پر حکومت غږ کړی وو چې هغو رپورټونو ته دې سمدستي او اغېزناکه ځواب ووايي چې وايي پخوانی وزيراعظم عمران خان په زندان کې په يو "غير بشري او بې وقاره حالت" کې ساتل شوی دی.

سهېل اپرېدی وايي چارواکو بیا له عمران خان سره له لیدو ګرځولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان پر ووبپاڼه خپاره شوي بیان کې د نوموړې له خولې لیکل شوي چې دغسې يو حالت د "ځورنې او د نورو غیر انساني او سپکاوي" په زمره کې راځي.

د پاکستان حکومت دې ته لا رسمي غبرګون نه دی ښوولی، خو په تېرو وختونو کې حکومتي چارواکو څو ځلې دعوه کړې چې عمران خان ته په زندان کې د نورو بنديانو په پرتله ډېرې اسانتياوې ورکړل شوې دي.

د ایین ساتنې غورځنګ دا تور پورې کوي چې د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې له بندي عمران خان سره پر لیدو کتو بندیز د پوځ په امر لګول شوی دی.

خو د پاکستان حکومتي چارواکي وايي له عمران خان سره پر لیدو بندیز نه دی لګېدلی. د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ د نومبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پاکستان تحریک انصاف ګوند دې د احتجاجونو پر ځای په خیبر پښتونخوا کې د امنیت ښه کولو لپاره لاس په کار شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.

نوموړی وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.

XS
SM
MD
LG