د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اېبټ اباد کې ډاکټرانو د یوې ډاکټرې د وژنې د پېښې ضد هړتال کړی دی


په پاکستان کې ډاکټرانو په وار وار د خپلو غوښتنو او د تحفظ لپاره احتجاجونه کړي دي. انځور له ارشیفه
په پاکستان کې ډاکټرانو په وار وار د خپلو غوښتنو او د تحفظ لپاره احتجاجونه کړي دي. انځور له ارشیفه

د خيبرپښتونخوا په اېبټ اباد کې ډاکترانو نن (ډېسېمبر نهمه) د يوې ډاکټرې د وژنې د پېښې ضد د احتجاج په توګه له خپلو دندو بايکاټ کړی دی.

په اېبټ اباد کې د صوبې د ډاکټرانو اتحادیې د ایوب ټیچنګ روغتون مشر ډاکټر مصور حیات خټک د ډېسېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې ډاکټر ورده مشتاق د ډېسېمبر پر څلورمه بې درکه شوې وه چې وروسته یې مړی وموندل شو. هغه زیاته کړه چې دوی له تېرو څو ورځو راهیسې د دې پېښې ضد احتجاج ته دوام ورکړی دی.

نوموړي وويل چې دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د وژل شوې ډاکټرې مبینه قاتلانو ته دې سزا ورکړي او د نورو ډاکټرانو ژوند دې خوند کړي.

د ايبټ اباد پوليسو د مشر وياند اعظم مير مشال راډيو ته وويل چې د ورده مشتاق پلار يې په دایره کړې مقدمه کې ويلي چې لور يې له خپلې ملګرې سره د سرو زرو ۶۷ تولې اېښې وې چې بيا هغې له بېرته ورکولو انکار وکړ. پوليس وايي چې د هغې ملګرې او دوه نور کسان يې نيولي دي.

د ډاکټرې ورده د کورنۍ غړو او د دې په وژنه د تورنو کسانو خپلوانو د پېښې د څرنګوالي په اړه مشال راډيو ته څه نه دي ویلي، البته د اېبټ اباد ضلعې ډاکټران وايي ترڅو وژونکو ته سزا نه وي ورکړل شوي، دوی به احتجاج جاري ساتي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG