د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند په یو نايت کلب کې اورلګېدنې ۲۵ کسان وژلي دي


دا انځور په ۲۰۲۵ ز کال کې د کروشیا د زغرب ښار په یوه ودانۍ کې د لګېدلي اور دی.
دا انځور په ۲۰۲۵ ز کال کې د کروشیا د زغرب ښار په یوه ودانۍ کې د لګېدلي اور دی.

د هند ساحلي ښار ګوا په ارپورا کلي کې د یوه نایټ کلب دننه اورلګېدنې ۲۵ تنه مړه کړي دي.

د ګوا اعلا وزیر پرامود ساونت نن (ډېسېمبر اوومه) پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخوانی ټویټر) ليکلي چې ویلي چې په وژل شویو کې درې-څلور بهرني سیلانیان هم دي، خو د هغوی یې د هویت په اړه یې معلومات ورنه کړل. هغه زیاته کړه چې ټول مړي یې رایستلي دي. هغه وویل چې په پېښه کې شپږ کسان زخمیان شوي چې پکې د څلورو حالت ښه دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، اورلګېدنه د همدغه کلب په پخلنځي کې د ګېس د یوې ډبې د چاودېدو له امله شوې ده.

د ساونت په خبره، درې تنه د اور د لمبو او پاتې نور د اکسیجن د کمښت له کبله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG