د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي افغانستان کې د داعش پر موجودیت اندېښمنه ده


نړېوالو له افغانستانه وړاندې په عراق کې هم د اسلامي دولت وسلوالې ډلې پر موجودیت اندېښنه ښوولې وه - د ارشیف انځور
نړېوالو له افغانستانه وړاندې په عراق کې هم د اسلامي دولت وسلوالې ډلې پر موجودیت اندېښنه ښوولې وه - د ارشیف انځور

په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیاله استازې انا اوستېګنېوا وايي هېواد یې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په موجودیت اندېښمن دی.

نوموړې د نومبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتو د امنیت شورا یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، دا ډله خپل نفود پراخوي او غواړي چې افغانستان او ورها خوا سیمه بې ثباته کړي.

انا اوستېګنېوا وویل چې په افغانستان کې د داعش پر ضد د طالبانو اقدامات کافي نه دي او د مخنیوي لپاره یې یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا شته.

په امنیت شورا کې د روسیې استازي سرګي شویګو تر دې مخکې ویلي ول چې په افغانستان کې د نړیوالو افراطي ډلو مربوط تر ۲،۳۰۰ ډېر وسلوال شته چې دا د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي خطر دی.

تر روسیې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې هم د روان (۲۰۲۵ز) کال د جون پر ۲۶مه ویلي ول چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په منځنۍ او جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ د ګواښونو کچه په ډراماتیکه بڼه بدله شوې ده.
دوی ویلي، "افغانستان یوځل بیا د ترهګریزو ډلو په پټنځای بدل شوی دی."

د دې کمیټې د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې مشر بېل هویزنګا د جون پر ۲۶مه په یوه غونډه کې وویل، "د داعش او ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) ګواښونه په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي."

نوموړي خبرداری ورکړ چې ترهګریزې ډلې په سیمه او نړۍ کې د بریدونو لپاره د خپلو وړتیاوو د لوړولو په حال کې دي.

هغه که څه هم د داعش په وړاندې د طالبانو د بریا د ادعا یادونه وکړه، خو زیاته یې کړه چې داعش لا هم عملیاتي وړتیا لري او وخت ناوخت ملکي کسان او د طالبانو د حکومت غړي هدف ګرځوي.

خو بل پلو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې بهرني وسلوال په افغانستان کې نشته او داعش خراسان څانګه هم ځپل شوې ده.

XS
SM
MD
LG