په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي ويلي دي چې له پاکستان سره دې ستونزې د مذاکراتو له لارې هوارې شي.
نوموړي د نومبر پر ۱۳مه په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره د خبرو پر مهال زياته کړه چې حکومت يې له ټولو ګاونډيو، سيمې له هېوادونو او نړيوالو سره ښې اړيکې غواړي.
بل خوا طارق علي بخیت د افغانستان او پاکستان ترمينځ د اوربند د دوام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دوو ګاونډیو مسلمانو هېوادونو ترمينځ اختلافات بايد د خبرو له لارې حل شي.
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمينځ اړیکې تر هغه وروسته ډېرې خرابې شوې چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو.
وروسته د دواړو لوريو ترمينځ يو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکيه کې د سولې او اوربند په اړه خبرې وشوې، خو لا هم کومه دایمي پرېکړه يا موافقتنامه نه ده شوې.