په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د هغې صوبې د سولې په اړه يو ورځنۍ جرګه د نومبر پر ۱۲مه پیل شوې ده چې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ترڅنګ د يو شمېر نورو ګوندونو مشران هم ګډون پکې کوي.
د خیبر پښتونخوا حکومت پر اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه لیکلي دي چې د "خيبر پښتونخوا امن جرګه" په نامه په هغه جرګه کې د صوبې ګڼ سياستوال، ولسي مشران او چارواکي هم ګډون کوي.
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو وزیر مینا خان اپرېدي د نومبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي وو چې امن د خیبر پښتونخوا د ټولو خلکو شریکه مسله ده: "هڅه مو دا ده چې ټول خلک پر یو دریځ سره راټول کړو. د جرګې د مشرانو د تجویزونو په رڼا کې به د امن لپاره پرېکړې کوو."
د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي هم د صوبايي حکومت پر بلنه جرګې ته ورغلی دی او همدا رنګه د پاکستان پيپلز ګوند، عوامي نيشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام (ف)، جماعت اسلامي او نورو ګوندونو مشران هم په امن جرګه کې ګډون کوي.
د نومبر پر ۱۲مه د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر بابر سلیم سواتي په مشرۍ جرګه پیل شوه چې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ يې پر خپله فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خپروي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د جرګې د پرانیستونکې وینا پر مهال د بېلابېلو ګوندونو د مشرانو او غړو مننه وکړه چې په جرګه کې یې ګډون کړی دی.
سهېل اپرېدي وویل، هغه تمه لري چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره به د جرګې مشران یوه ګډه کړنلاره پیدا کړي او په صوبه کې به امن ته لاره هواره شي.
اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اکثريت رايو په اخیستو سره د هغې صوبې نوی اعلاوزير منتخب شوی وو او د اکتوبر پر ۱۵مه يې د خپلې څوکی لوړه کړې وه.
نوموړي تر اوسنۍ جرګې وړاندې د اکتوبر پر ۲۵مه د خیبر ضلعې په باړه کې هم د سولې په اړه په وربلل شوې جرګې کې ګډون کړی وو.
نوموړي د باړې امن جرګې ته د وینا پر مهال ویلي وو: "موږ امن پاڅونونه وکړل او پر ریاست مو غږ وکړ چې نوره قرباني نه شو ورکولای خو پر دې سربېره په دې سیمه کې د یوه بل پوځي اپرېشن (عملياتو) تیاری روان دی. له جېټ جهازونو نه بمبارۍ کېږي. په تیرا کې د پاکستان پوځ په یوه هوایي برید کې له ۲۰ زیات بې ګناه وګړي ووژل. بیا چې کله د داسې پېښو پرضد احتجاج کوو، نو امنیتي ځواکونه نیغ په نیغه ډزې راباندې کوي او مظاهرچیان مو په نخښه کوي. نو موږ یو ځلې بیا څنګه قرباني ورکړو."
نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې ويلي وو چې هېچا ته به په خيبر پښتونخوا کې د پوځي عملياتو اجازه ور نه کړي.
د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ هغو بيانونو ته وه چې وايي، د وسلوالو خلاف د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ لسګونه عمليات کوي او که اړتيا وه نو لوی عمليات به هم کوي.
اپرېدي په خپله وينا کې د پاکستان پوځ او مرکزي حکومت پر تګلارو سختې نيوکې کړې وې او زياته کړې يې وه چې هلته که څوک د خپل حق لپاره غږ پورته کړي، نو له بنديزونو سره مخامخ کېږي.
بلخوا مرکزي حکومت او پوځ وايي چې امنيت ته ژمن دي، د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي او هڅه کوي چې عام ولس ته پکې څه زیان و نه رسېږي.