د ترکیې چارواکي وايي چې د هغوی د یوې بار وړونکې پوځي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۲۰ سرتېري وژل شوي دي.
د ترکیې د دفاع وزیر یاسر ګولر د نومبر پر ۱۲مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې دا د ترکیې پوځ بار وړونکې الوتکه وه چې د نومبر پر ۱۱مه له اذربایجانه د ستنېدو پر مهال د اذریایجان او ګورجستان پولې ته نېږدې غورځېدلې ده.
په سملاسي ډول د الوتکې د نسکورېدو عوامل نه دي په ډاګه شوي خو راپورونه وايي چې د ترکيې او ګورجستان چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.
د ترکیې ملي دفاع وزارت د وژلو شویو ۲۰ واړو پوځي سرتېرو نومونه هم خپاره کړي دي او د دفاع وزیر یاسر ګولر پر دې پېښه خواشیني ښکاره کړې ده.
نوموړي پر اېکس په خپور کړي پیغام کې وژل شوي کسان د اتلانو په نامه یاد کړي او لیکلي یې دي چې کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کوي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم پر اېکس په یو بیان کې لیکلي دي چې د ترکیې د الوتکې نسکورېدو پېښې غمجن کړی دی او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.
همدا رنګه د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشرانو په ځانګړي ډول د اذربایجان او ګورجستان چارواکو، همداراز د ناټو مشر مارک روټه او په استنبول کې د امریکا سفیر هم پر پېښه ژور خواشيني ښوولې ده.