د بلوچستان حکومت په صوبه کې ۱۴۴مه دفعه لګولې او د کوټې، پېښور او کراچۍ ترمنځ په ریلګاډو کې سفر هم د نومبر تر ۱۳مې ځنډولی دی.
د صوبې د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د ۱۴۴مې دفعې په لګولو سره به پر موټرسایکل د دوو کسانو سفر کولو او له پنځو څخه د زیاتو کسانو پر راغونډېدو بندیز وي.
بیان زیاتوي چې د ۱۴۴مې دفعې خلاف ورزی کوونکو پرضد به قانوني کاروايي کېږي. چارواکي وايي چې دا دفعه به د نومبر تر ۳۰مې وي.
بلخوا د بلوچستان حکومت د کوټي او پېښور ترمنځ جعفر ایکسپرېس او کراچۍ ته پر تلونکي بولان مېل ریلګاډو باندې هم د نومبر تر ۱۳مې د سفر بندیز لګولی دی.
په کوټه کې د اورګاړي محکمې ویاند کاشف احمد د نومبر پر لسمه مشال راډیو ته وویل چې ریلګاډي یې د کوټې او نصیر اباد ترمنځ پر سړک د تعمیراتي کار له وجې ځنډولي دي.