د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنیاهو: اسرايیل به فیصله کوي چې کوم هېوادونه به د غزې په نړیوال ځواک کې وي


اسراييلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو. پخوانی انځور
اسراييلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو. پخوانی انځور

د اسراییلو وزیراعظم وايي چې د هغه هیواد به دا پریکړه وکړي چې کوم بهرني هېوادونه به د غزې لپاره پلان شوي نړیوال ځواک سره یوځای شي.

بنیامین نتنیاهو د اکتوبر پر ۲۶مه د کابینې غونډې ته وویل: "موږ د خپل امنیت کنټرول لرو او موږ دا روښانه کړې چې کله د نړیوالو ځواکونو خبره راځي، اسراییل به پریکړه وکړي چې کوم ځواکونه زموږ لپاره د منلو وړ نه دي."

هغه زیاته کړه چې دا چلند د امریکا لخوا هم تایید شوی دی.

نړیوال ځواکونه باید د امریکا د ولسمشر ډانالډ ټرمپ د پلان په چوکاټ کې کار وکړي چې د اسراییلو او حماس ترمينځ د جګړې د پای ته رسولو او ثبات لپاره کار وکړي.

د امریکا، مصر، ترکیې او قطر مشرانو د اکتوبر پر ۱۳مه د مصر په تفريحي ښار شرم الشيخ کې د غزې د اوربند اعلامیه لاسلیک کړه. په دې اقدام سره د اسراييلو او حماس ترمينځ په غزه کې څه باندې دوه کلنه جګړه په رسمي ډول پای ته رسېدلې وه.

حماس، چې امريکا او اروپا يې ترهګره ډله پېژني، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

پر غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو په غبرګون کې په وروستيو کې د اروپا يوشمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.

XS
SM
MD
LG