پوليس وايي چې د بلوچستان په بلوڅ مېشته سيمه تربت کې د کېچ ضلعې پر ډپټي کمېشنر برید شوی چې پکې هغه ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د تربت د پولیسو مشر نذير احمد مشال رېډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر ۲۷مه سهار وختي ډپټی کمېشنر مېجر (ريټایرډ) بشير بړيڅی د ګاډو په کاروان کې له کوټې ښاره د کېچ پر لور خپل دفتر ته په روان وو چې ورباندې يو بم وچاودید چې پکې هغه ته کوم زیان نه دی رسېدلی البته پر دې مهال د ليويز ځواک د ۹ سرتېرو په ګډون ۱۰ کسان زخمیان شوي دي.
د ده په وینا، د چاودنې له امله شاوخوا دوکانونو او ګاډو ته هم زیان رسېدلی دی.
د هغه په خبره، لومړنۍ پلټني ښيې چې بم په موټرسايکل کې اېښودل شوی دی. د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه هم د بلوچستان په نوشکي ښار کې د پولیسو د مشر محمد یوسف ریکي مړی موندل شوی وو چې څو ورځې وړاندې نامعلومو وسلوالو تښتوولی وو.
تر دې وړاندې د اکتوبر پر نهمه هم په ډیره مراد جمالي کې د ټرین پټړۍ سره چاودنه شوې وه چې پکې د ریلوې يو چارواکی وژل شوی وو.
د اکتوبر پر ۲۲مه په نوشکي کې وسلوالو دوه پوليسان وژلي ول. د هغې پېښې مسوليت هم چا نه وو منلی.
بلوچستان او خیبر پښتونخوا د پاکستان هغه دوې صوبې دي چې پکې تقریبا هره ورځ پر چارواکو، ولسي وګړيو او امنیتي ځواکونو حملې کېږي. په دې دواړو صوبو کې وسلوال طالبان او له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې فعالي دي چې پرضد يې د پاکستان پوځ هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.