د پاکستان د روغتيا ملي اداره (نیشنل انسټېټیوټ اف هېلت یا اېن اې اېچ) وايي، د خیبر پښتونخوا په تور غر ضلع کې د ۱۲ مياشتو يو ماشوم ګوزڼ يا پوليو وهلی دی.
هغې ادارې د اکتوبر پر ۲۱مه ويلي دي چې دا سږ کال په تورغر ضلع کې د پوليو دويمه او په پاکستان کې د پوليو ۳۰مه پېښه ده.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان (۲۰۲۵ز) کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۳۰ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۹ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
په پاکستان کې د ګوزڼ تازه پېښه پر داسې مهال ثبت شوې ده چې حکومت په هغه هېواد کې د اکتوبر له ۱۳مې بيا د اکتوبر تر ۱۹مې د پولیو يا ګوزڼ مخنيوي اووه ورځنی واکسیني کیمپېن تر سره کړ.
تر هغه وروسته د اکتوبر پر ۲۰مه په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي ادارې چارواکو وويل چې د هغې صوبې په جنوبي ضلعو کې یې د ګوزڼ وايرس ضد څلور ورځنی ځانګړی واکسيني کيمپېن پیل کړی دی.
د ادارې چارواکي وايي چې دا ګام یې ځکه پورته کړی دی چې د دوی په خبره، په جنوبي ضلعو کې په دې وروستیو کې د پولیو ناروغي زیاته شوې ده.
سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ درې واکسیني کیمپېنونه ترسره کړي دي او د پولیو مخنیوي ادارې په وینا، د جولای له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې پورې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پرتو یوشمېر سیمو کې واکسیني کیمپېن وشو. تر دې وروسته د جولای پر ۲۸مه د بلوچستان په ۱۲۳ سیمو کې اته ورځنی واکسیني کیمپېن وشو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.