د خيبرپښتونخوا په نوښار کې ناپېژندليو وسلوالو د پوليو وایرس مخنيوي واکسيني کيمپېن يو ساتونکی پوليس وژلی دی.
د نوښار ضلعې د پولیسو وياند سيد ترک علي شاه مشال رېډيو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۱۵مه د نظام پور کاهي سيمه کې د پوليو واکسيني ډلې ساتونکی په ډزو واوژه.
وسلوال تر پېښې وروسته تښتېدلي چې د پوليسو په وینا، لټون يې پیل کړی دی. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
تر دې یوه ورځ وړاندې د اکتوبر پر ۱۴ مه هم په سوات کې نامعلومه وسلوالو د پولیو واکسيني کيمپېن يو ساتونکی پولیس وژلی وو.
د سوات د مټې د پوليسو مشر نصیر باچا مشال رېډیو ته ویلي ول چې د اکتوبر پر ۱۴مه ماسپښين مهال د مټې په نظراباد سيمه کې د پوليو واکسيني ډلې ساتونکی د يوه کور مخې ته ناست وو چې ناپېژندليو وسلوالو په ډزو وواژه. د هغه حملې ذمه واري هم لاتر اوسه چا نه ده منلې.
په خیبر پښتونخوا کې وخت په وخت د پولیو مخنیوي کمپېن کوونکو باندې وسلوال بریدونه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې د اکتوبر له ۱۳مې د ګوزڼ د مخنيوي څاڅکو ورکولو اووه ورځنی واکسيني کېمپېن روان دی.
تر دې وړاندې هم د سوات په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې وسلوالو د پوليو واکسیني ډلو غړي او د هغوی ساتونکي وژلي دي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۹ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۸ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.