د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ګوزڼ مخنيوي ۷ ورځنی واکسیني کیمپېن پيل شوی


په کوټه ښار کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشيفه.
په کوټه ښار کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشيفه.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په ټول پاکستان کې سر له ننه (اکتوبر ۱۳مې) د پولیو يا ګوزڼ مخنيوي اووه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.

په پاکستان کې د بيړنيو حالاتو ملي ادارې او د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي دي چې دا کيمپېن به د اکتوبر تر ۱۹مې پورې دوام ولري.

د پوليو د مخنيوي لپاره د پاکستان د وزيراعظم سلاکارې عايشې رضا فاروق د اکتوبر پر نهمه له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د کيمپېن پرمهال به تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکو څه باندې ۴۵ مېليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

نوموړې زياته کړه چې د ماشومانو د مدافعتي نظام د پیاوړتیا لپاره به د پولیو د مخنيوي څاڅکو ترڅنګ د ویټامین اې اضافي خوراک هم هغوی ته ورکول کېږي.

مېرمن فاروق يادونه وکړه، هغه ماشومان چې له واکسينه پاتې شوي ول، د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر مياشت کې يې شمېر له ۱.۱ مېلیون څخه ډېر وو، خو د هغې په خبره، دا شمېر د ۲۰۲۵ز کال په مې میاشت کې شاوخوا ۸۳۰،۰۰۰ ته راټیټ شوی، چې دا ښه والی ښيي.

هغې روښانه کړه چې د ۲۰۲۴ز کال له سېپټېمبر راهیسې پاکستان د ګوزڼ شپږ کيمپېنونه کړي چې هر یو یې له ۴۵ مېلیونه زیاتو ماشومانو ته رسېږي.

د پوليو مخنيوي پروګرام له ميندو او پلرونو غوښتنه کړې ده چې په روان کيمپېن کې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.

د اکتوبر پر ۱۳مه پيل شوي پوليو ضد کيمپېن کې تر ۴۰۰،۰۰۰ زیات روزل شوي کارکوونکي برخه اخلي او ماشومانو ته به د دې وايرس د مخنيوي څاڅکي ورکوي.

د روغتيا ملي ادارې ويلي دي چې د کيمپېن پر مهال به په پنجاب کې له ۲۳ مېليونه، سيند کې له ۱۰ اعشاريه نهه مېليونه (يو کروړ شپږ لکه)، په خیبر پښتونخوا کې له ۷۲ لکه او په بلوچستان کې له ۲۶ لکه زياتو ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي.

همداراز به په اسلام‌ اباد کې له ۴۶۰،۰۰۰، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې له ۷۶۰،۰۰۰ او په ګلګت بلتستان کې له ۲۸۰،۰۰۰ زياتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

د ګوزڼ وهلي ماشوم پلار ارمان کوي چې ولې یې له څاڅکو انکار وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00

تر دې مخکې د روان ۲۰۲۵ز کال په اپرېل او تر هغه وړاندې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن ترسره شوی وو.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۹ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۸ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو.

تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه وه تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، تېر کال په هغه هېواد کې ۲۵ ماشومان ګوزڼ وهلي ول. له هغو څخه یې زياتره د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG