د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د اکتوبر له ۱۳مې د ګوزڼ مخنيوي ۷ ورځنی واکسیني کیمپېن پيلېږي


په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په ټول پاکستان کې د پولیو يا ګوزڼ مخنيوي اووه ورځنی واکسیني کیمپېن کېږي.

په پاکستان کې د بيړنيو حالاتو ملي ادارې اعلان کړی دی چې دا کيمپېن به د روانې اکتوبر میاشتې له ۱۳مې بيا تر ۱۹مې نېټې پورې ترسره شي.

د ادارې په خبره د کيمپېن پرمهال به تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکو څه باندې ۴۵ مېليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

د پاکستان ګڼو رسنيو د ادارې په حواله خبر ورکړی دی چې د ماشومانو د مدافعتي نظام د پیاوړتیا لپاره به د پولیو د مخنيوي څاڅکو ترڅنګ د ویټامین اې اضافي خوراک هم هغوی ته ورکول کېږي.

په پوليو ضد کيمپېن کې به تر ۴۰۰،۰۰۰ زیات روزل شوي کارکوونکي برخه اخلي او ماشومانو ته به د دې وايرس د مخنيوي څاڅکي ورکوي.

د روغتيا ملي ادارې ويلي دي چې د کيمپېن پر مهال به په پنجاب کې له ۲۳ مېليونه، سيند کې له ۱۰ اعشاريه نهه مېليونه (يو کروړ شپږ لکه)، په خیبر پښتونخوا کې له ۷۲ لکه او په بلوچستان کې له ۲۶ لکه زياتو ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي.

همداراز به په اسلام‌ اباد کې له ۴۶۰،۰۰۰، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې له ۷۶۰،۰۰۰ او په ګلګت بلتستان کې له ۲۸۰،۰۰۰ زياتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

تر دې مخکې د روان ۲۰۲۵ز کال په اپرېل او تر هغه وړاندې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن ترسره شوی وو.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۹ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۸ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو.

تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه وه تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، تېر کال په هغه هېواد کې ۲۵ ماشومان ګوزڼ وهلي ول. له هغو څخه یې زياتره د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG