د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په خضدار کې د ۱۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د بلوچستان د خضدار ضلعې نقشه.
د بلوچستان د خضدار ضلعې نقشه.

د پاکستان امنيتي چارواکو د بلوچستان د خضدار ضلعې په زهري سيمه کې د ۱۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

چارواکو د اکتوبر پر څلورمه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د هدفي عملياتو پر مهال يې ۲۰ مشکوک وسلوال وژلي هم دي.

بلخوا د بلوچستان اعلا وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر څلورمه پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې امنيتي سرتېرو د عملياتو پر مهال د وسلوالو پټنځايونه وران کړي او له هغوی يې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

چارواکو دا نه دي ویلي چې ایا په نښته کې امنيتي سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې او که څنګه.

امنيتي چارواکو په نښته کې وژل شوي ټول کسان "د هند" ملاتړ لرونکي بلوڅ وسلوال بللي دي.

بلوڅو بېلتونپالو ډلو د امنيتي چارواکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه دا دعوه نه شي تاییدولای.

تر دې وړاندې، د سېپټېمبر پر ۳۰مه د بلوچستان په مرکز کوته کي د سرحدي ځواک پر مرکز تر یو ځانمرګي بريد وروسته وسلوالو حمله وکړه، چې د چارواکو په وينا، په هغه پېښه کې پينځه وسلوال ووژل شول.

چارواکو زياته کړې چې په هغه بريد کې د وژل شويو ولسي وګړيو شمېر ۱۳ ته رسېدلی او ۲۴ کسان ژوبل شوي دي.

تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د هغې پېښې ذمه واري منلې وه.

په وروستيو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په هغه صوبه کې یوشمېر حملې شوې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان چارواکي وخت په وخت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په مختلفو برخو کې انټرنېټ او ټېلېفوني شبکې تړي او وايي، د دې موخه د ناامنۍ او د وسلوالو د فعالیتونو مخه نیول دي. چارواکي وايي، وسلوالې ډلې د حملو د پلانولو او داراز، د رېموټ کنټرول بمي بریدونو لپاره د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ کاروي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG