د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: عدالت په "ناموسي وژنو" تورن کس ته ۷ ځله د مرګ سزا اورولې ده


د خيبر پښتونخوا په ايبټ اباد کې پوليسو د يوې ښځې د وژنې په تور کسان نيولي دي ـ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په ايبټ اباد کې پوليسو د يوې ښځې د وژنې په تور کسان نيولي دي ـ انځور له ارشيفه

د پېښور یو عدالت (سېشن کورټ) د اووه کسانو په ناموسي وژنو کې تورن کس ته اووه ځله د مرګ او د ۲۱ نيم لکه روپيو جرمانې سزا اورولې ده.

د مدعي وکيل اېډوکېټ جهانزيب خليل د اکتوبر پر څلورمه مشال راډيو ته وویل چې د چارسدې محمد ابراهيم د ۲۰۲۱ز کال په جون کې د پېښور په پهندو سيمه کې په يو کور کې دننه ډزې کړې وې او خپله مېرمن، درې زامن، د تره زوی او د هغه مېرمن او لور وژلي ول. په پېښه کې يو ماشوم ژوبل شوی هم وو. د وکیل په خبره، د ابراهيم او د هغه د مېرمنې تر مینځ طلاق شوی وو، خو نوموړی شکمن وو چې د مېرمنې او د تره د زوی ترمينځ يې اړيکې شته.

تر پېښې وروسته ابراهيم په خپله د پېښور څوکنو تاڼې پوليسو ته د اووه کسانو د وژنې خبر ورکړی وو. پوليسو د شک په بنياد ابراهيم نيولی وو چې بيا وروسته هغه د خپل جرم اعتراف کړی وو.

عدالت د مقدمې د شواهدو او شاهدانو پر بنياد د جرم تر ثابتېدو وروسته پرېکړه واوروله.

ملزم تر دې وړاندې د سزا خلاف په پېښور های کورټ کې اپيل هم کړی وو.

په خیبر پښتونخوا کې تر دې مخکې هم يوشمېر کسان د غيرت يا ناموس په نوم وژل شوي دي.

په پاکستان کې د دوامداره ټولنیز پرمختګ په نوم د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي ناحکومتي سازمان د روان ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر ۲۸مه په خپل راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۳۲،۶۱۷ پېښې ثبت شوې وې. په هغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې نارينوو په ټول هېواد کې ۵۴۷ ښځې وژلې وي چې ۱۳۴ یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکې دي. هغو قاتلينو خپلو وژنو ته د غیرت نوم ورکړی دی.

په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې پر دې قوانينو عمل نه کېږي.

د ۲۰۲۵ز کال د مارچ پر اتمه هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان په سېنېټ کې په وړاندې کړل شوي يو قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د ناموسي وژنو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او ښځو ته دې د ژوند په ټولو برخو کې د سړو برابر حقونه ورکړي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG