د پاکستان او هند ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووريزه اسیا جام (ایشیا کپ) پایلوبه د یوې خوندورې لوبې نه پس هند وګټله او په دې توګه یې د اتلولۍ جام هم په خپل نوم کړ.
د سېپټېمبر پر ۲۸مه دا لوبه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ نړيوال لوبغالي کې وشوه.
هند د لوبې د پچې (ټاس) له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د پاکستان د پیل لوبغاړو یا اوپنرانو ښه لوبه وکړه او په ۱۲ اوورونو کې یې ۱۰۰ منډې پوره کړې وې خو بیا وروسته یې لوبغاړي یو په بل پسې زر زر اوټ شول. د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۰م اوور کې چې لا پینځه توپونه پاتې ول په ۱۴۶ منډو وسوځېده.
هند د ۱۴۷ منډو په هدف لوبه ښه نه وه پیل کړې او لومړي درې لوبغاړي یې په ۲۰ منډو له لاسه ورکړي ول خو بیا تلک ورما او سنجو سمون ودرېدل. وروسته د هند لوبغاړو لوبه تر وروستي اووره ورسوله او لا د ۲۰م اوور دوه توپونه پاتې ول چې هدف یې پوره کړ او پاکستان ته یې په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.
د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې وې، پای لوبه یې د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه وشوه چې هند وګټله.