د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نامعلومو سرتېرو ضد د مقدمې درجېدو وروسته احتجاجیانو د کوټې او کراچۍ لویه لار خلاصه کړې


په بلوچستان کې تر دې مخکې هم د ولسي وګړو د وژنو د پېښې ضد پرلتونه وهل شوي. پخواني انځور
په بلوچستان کې تر دې مخکې هم د ولسي وګړو د وژنو د پېښې ضد پرلتونه وهل شوي. پخواني انځور

د مستونګ مرستیال کمېشنر بهرام سليم د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال رېډیو ته وويل چې د ډرايور د وژنې د ېپښې ضد احتجاجیانو لوی سړک تړلی وو

د بلوچستان په مستونګ ښار کې خلکو تر هغې وروسته احتجاج ختم کړی چې کله چارواکو د يو ډرايور د وژنې په تور د ملیشا ځواک د نامعلومو سرتېرو ضد مقدمه درج کړه.

د مستونګ مرستیال کمېشنر بهرام سليم د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال رېډیو ته وويل چې د ډرايور د وژنې د ېپښې ضد احتجاجیانو لوی سړک تړلی وو چې د نامعلومو عسکرو ضد د مقدمې درجېدو د غوښتنې منل کېدو وروسته يې د سېپټېمبر پر ۲۷مه شپه مهال لاره پرانیسته او احتجاج يې ختم کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه له پنجګوره په پېټرولو بار موټر مستونګ ته روان وو چې د خلکو په دعوه، ايف سي عسکرو ورباندې ډزې وکړې چې پکې ډرايور محمد ابراهیم ووژل شو.

ځايي خلکو د وژل شوي ډرايور مړی د مستونګ ښار په مرکزي چوک کې کښېښود او د کراچۍ او کوټې لویه لار يې وتړله.

د مستونګ کمېشنر د احتجاج ختمولو او لارې خلاصولو لپاره له احتجیانو سره په وار وار خبرې وکړې خو هغوی خبره ومنله خو بلاخره د بهرام سليم په وينا، د نامعلومه عسکرو ضد مقدمې درجېدو وروسته خلکو احتجاج په پای ته ورسولی.

له دې وروسته د محمد ابراهیم مړی خپل پلرني ښار پنجګور ته یووړل شو.

په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم د امنیتي ځواکونو لخوا د خلکو د وژنې پېښې شوې او پرضد يې مظاهرې او احتجاجونه شوي دي. زیاتره وخت له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاجونه ختم شوي او په ځینو پېښو کې تورن امنیتي عسکر وروسته سزا شوي هم دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG