د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسیا جام کرکټ: پایلوبه نن د پاکستان او هند ترمينځ کېږي


پای لوبه به دوبۍ نړیوال لوبغالي کې کېږي. پخوانی انځو
پای لوبه به دوبۍ نړیوال لوبغالي کې کېږي. پخوانی انځو

د کرکټ د ۲۰ اووريزه اسیا جام (ایشیا کپ) پایلوبه نن (سېپټېمبر پر ۲۸مه) د پاکستان او هند د لوبډلو ترمینځ د متحده عرب اماراتو په دوبۍ نړيوال لوبغالي کې کېږي.

لوبه به نن د پېښور پر وخت ماښام اووه نيمې او د کابل پر وخت د ماښام اوو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې په همدې سیاليو کې دواړه لوبډلو دوه لوبې کړې وې چې دواړه هند ګټلې وې.

هند، پاکستان، سري لنکا او بنګلادېش د سږني ایشیا کپ هغه څلور غوره لوبډلې وې چې تر مینځ یې په دویم پړاو کې لوبې ترسره شوې وې.

د ایشیا کپ د دویم پړاو په لومړیو پینځو لوبو کې پاکستان بنګلادېش ته، هند بنګلادېش ته، پاکستان سري لنکا ته، بنګلادېش سري لنکا ته او هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې وې، نن به پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG