د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي د بلوچستان د زیارت مرستیال کمېشنر افضل باقي وژل شوی


د بلوچستان پولیس د امنیت ساتنه کوی - پخوانی انځور
د بلوچستان پولیس د امنیت ساتنه کوی - پخوانی انځور

د بلوچستان چارواکي وايي د زیارت ضلعې مرستیال کمېشنر افضل باقي تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی.

د زیارت تحصیلدار محمد انور د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د افضل باقي د مړي لټون یې د هرنایي په زردالو سیمه کې پیل کړی دی خو تر اوسه ورته په لاس نه دی ورغلی.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۲۱مه پر ټولنیزو رسنیو د تښتول شوي حکومتی چارواکي د مړي انځورونه خپاره شوي ول او د زیارت تحصیلدار محمد انور هم مشال راډیو ته د دې خبرې پخلی کړی دی چې افضل باقي وژل شوی دی، پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی د مړي عکس هم د افضل باقي دی خو هغوی تر اوسه جسد نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی وايي د هرنايي په زردالو سیمه کې پولیسو او لیویز ځواک عملیات پیل کړي دي او هغوی تمه لري چې د وژل شوي افسر مړی به زر وموندل شي.

د یادولو وړ ده چې د زیارت ضلعې مرستیال کمېشنر افضل باقي او د هغه زلمی زوی د ۲۰۲۵ز کال د اګست پر ۱۰مه په زیارت سیمه کې تښتول شوي وو.

د زیارت انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ذکا دراني د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي وو چې محمد افضل باقي د اګست پر ۱۰مه له خپلې کورنۍ سره په چکر تللی وو چې وسلوالو یې ګاډی ودراوه، هغه او د هغه زوی یې وتښتاوه، ډرېور یې پرېښود او ګاډي ته یې اور واچاوه. د نوموړي په وینا افضل باقي د پنجاب اوسېدونکی وو خو د ژوند ډېره برخه یې د زیارت په سنځاوۍ کې تېره کړې وه.

د نوموړي د تښتونې او بیا وروسته د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي او نورو لوړپوړو چارواکو په پېښه خواشیني ښکاره کړې ده.

په بلوچستان کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې مخې ته راځي.

تر دې وړاندې د بلوچستان د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر حنیف نورزی د روان کال د جون پر څلورمه نېټه د یادې ضلعې د تکران سیمې نه تښتول شوی وو. خو د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر بشیر بړېڅي د سېپټېمبر پر ۱۷مه د شپې ناوخته خبریالانو ته د ټیلیفون له لارې وویل چې محمد حنیف نورزی خوشې شوی دی. نوموړي دا ونه ویل چې دغه تښتول شوی چارواکی د تاوان په بدل کې خوشې شوی دی او که څنګه؟

د نورزي د تښتولو ذمه واري چا نه وه قبوله کړې خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت په وخت د دا ډول پېښو مسوولیت بلوڅو وسلوالو ډلو په غاړه اخیستی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG