پولیس وايي د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان پیپلز ګوند د یو مشر پر کور په بمي برید کې شپږ کسان ژوبل شوي دي.
د خضدار د پولیسو د تاڼې مشر (اېس اېچ او) عبدالله د سېپټېمبر پر ۲۰مه رسنیو ته وویل چې وسلوالو تېره شپه ناوخته د اغا شکیل احمد دراني پر حجره لاسي بم غورځولی دی. پولیس وايي هغه مهال یاد مشر په کور کې نه وو موجود او ژوبل شوي تنان د هغه ساتونکي دي.
د خضدار پولیسو مشر وايي د نامعلومو وسلوالو خلاف یې مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
تر اوسه چا د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده.
په بلوچستان کې وسوالې ډلې پر سیاسي شخصیتونو، حکومتي ودانیو، پولیسو او پوځ وخت په وخت بریدونه کوي.
تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۸مه په چمن کې په یوه بمي چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي ول.
د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه قبوله کړې.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده.
په عین حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په بلوچستان کې په عملیاتو او نښتو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
په بلوچستان کې که بلوچستان لیبرېشن ارمي په نوم بیلتونپاله ډله وخت په وخت د ځینو بریدونو ذمه واري قبلوي.
دا ډله چې د پاکستان ترڅنګ امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده، له پاکستانه د بېلېدو لپاره له کلونو راهیسې وسله واله جګړه کوي. بلوچستان لیبرېشن ارمي وايي چې دوی ترهګر نه دي بلکې د خپلو حقونو لپاره جګړه کوي.