د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې نن د کرکټ په ۲۰ اووره لوبه کې مخامخ کېږي.
ټاکل شوې ده چې دا لوبه د کابل پر وخت ماښام اووه نيمو او پېښور پر اته بجې د شارجې په میدان کې پیل شي.
تر دې دمه د درې هېوادونو د لوبلړۍ دوه لوبې افغانستان او درې پاکستان ګټلي دي او متحده عربي اماراتو خپلې درې واړه لوبې بايللي دي.
د سېپټمبر پر څلورمه پاکستان متحده عربي اماراتو ته په ۳۱ رنزونو ماتې ورکړه. پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د پينځه لوبغاړو په سر ۱۷۱ رنزونه جوړ کړل.
يو وخت د پاکستان په څه باندې لس اورونو کې ۸۱ رنزونه وو خو وروسته فخر زمان او محمد نواز ودرېدل او ښه توپوهنه یې وکړه. فخر زمان په ۴۴ بالونو ۷۷ او محمد نواز په ۲۷ بالونو ۳۷ رنزونه جوړ کړل.
د متحده عربي اماراتو حېدر علي په څلورو اورونو کې دوه لوبغاړي اوټ کړل او یوازې ۱۷ رنزونه يې ورکړل.
د پاکستان د ۱۷۱ رنزونو په ځواب کې متحده عربي اماراتو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځولو يوازې ۱۴۰ رنزونه جوړ کړل.
د اماراتو لخوا تر ټولو غوره لوبه عليشان شرافو وکړه چې په ۵۱ بالونو يې ۶۸ رنزونه جوړ کړل. بلخوا پاکستاني باولر ابرار احمد په څلورو اورونو کې څلور لوبغاړي اوټ کړل او يوازې نهه رنزونه يې ورکړل.
په شارجه کې په روانو درې اړخیزه سیالیو کې پاکستان، افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې له یو بل سره شپږ سیالۍ کوي او دوه غوره لوبډلې به د سېپټېمبر پر اوومه په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.