د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګلادېش کې پر ښوونځي د پوځي الوتکې پرېوتو پېښه کې د وژلو شویو شمېر ۲۷ ته رسېدلی

تازه شو

د ډاکې په یوه ښوونځي کې مېرمنې خپه ولاړې دي - د جولای ۲۲مې انځور
د ډاکې په یوه ښوونځي کې مېرمنې خپه ولاړې دي - د جولای ۲۲مې انځور

بنګلادېش کې نن د جولای پر ۲۲مه په داسې حال کې ویر لمانځل کېږي چې په هغه هېواد کې پر یوه ښوونځي د الوتکې غورځېدو پېښه کې د وژلو شویو کسانو شمېر لوړ شوی دی.

رویټرز او د فرانسې خبري اژانس د جولای پر ۲۲مه د بنګلادېشي چارواکو په حواله لیکلي، تېره ورځ پر یوه ښوونځي د یوې روزنیزې الوتکې د پرېوتو پېښه کې د وژلو شویو کسانو شمېر ۲۷ ته لوړ شوی دی چې ۲۵ پکې ماشومان دي. په وژلو شویو کې پېلوټ هم شامل دی.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، د مایل سټون سکول اېنډ کالج په نوم دا ښوونځي د سرښار ډاکې په څنډو کې موقعیت لري چېرته چې د جولای پر ۲۲مه زیات شمېر کورنۍ او استادان سره راټول وو او په ماتمي غونډه کې یې برخه اخیسته. همدارنګه نن د بنګلا دېش په ودانیو د هغه هېواد بیرغ نیم هسک دی.

د سترې محکمې پر ودانۍ د بنګلادېش بیرغ نیمه هسک دی
د سترې محکمې پر ودانۍ د بنګلادېش بیرغ نیمه هسک دی

بل پلو، اسوشيېټېډ پرېس اژانس د پوځ په حواله وايي چې په پېښه کې تر ۱۶۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

پوځ ویلي چې الوتکه تر پرواز لږ ساعت وروسته پرېوته او اور یې واخیست.

په ښوونځي کې عیني شاهدانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې یوه جېټ الوتکه له ځايي وخت سره سم ماسپښین شاوخوا یوه بجه د زده کوونکو له لوبغالي سره نېږدې وغورځېده او بیا یې اور واخیست.

د پېښې لامل لا معلوم نه دی د هېواد د لنډمهالي مشر محمد یونس دفتر وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.

دا په پلازمېنه ډاکه کې د الوتکې له تر ټولو خونړیو پېښو یوه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG