د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلا عبدالله کې د دوو ډلو ترمینځ نښته کې ۶ تنه وژل شوي او ۷ ژوبل دي


رسنۍ وايي، پېښه د جولای پر ۲۰مه په توت اډه کې شوې.
رسنۍ وايي، پېښه د جولای پر ۲۰مه په توت اډه کې شوې.

د بلوچستان په پښتون مېشته کلا عبدالله کې د دوو قبایلي ډلو ترمینځ په نښته کې شپږ تنه وژل شوي او اووه ژوبل دي.

د پاکستان د اردو ژبې جیو نیوز او ډان نیوز ټېلېوېژنونو له ډېورنډ کرښې سره د پرتې هغې ضلعې د چارواکو په حواله ویلي دي چې پېښه د جولای پر ۲۰مه په توت اډه سیمه کې شوې ده.

دوی وايي، د دواړو ډلو کسانو پر یو بل ډزې وکړې چې له وجې یې د کوټې او کلا عبدالله ترمینځ لویه لاره هم وتړل شوه.

هغه رسنۍ وايي، د لېویز ځواک سرتېري د پېښې ځای ته ورغلل او هلته یې وضعیت کنټرول کړ.

تر اوسه د نښتې لامل معلوم نه دی خو رسنۍ د چارواکو په حواله وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

ځايي خبریال منصور خان د جولای پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، ولسي وګړو تر نښتې وروسته په توت اډه کې سړک احتجاجاً تړلی وو خو د انتظامي چارواکو تر ډاډ وروسته یې پرانیست.

مشال راډیو پر دې موضوع له انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ریاض داوړ او د هغه له مرستیال افتخار ظهیر سره د رابطې هڅه وکړه خو ورسره په خبرو و نه توانېده.

د بلوچستان په ګډون د پاکستان په مختلفو برخو کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې اکثر یې لامل شخصي دښمني وي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG