د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني د مالیې وزیر: که واشنګټن د سواګرۍ لړ کې عادلانه چلند و نه کړي نو اروپايي ټولنه به "پرېکنده" اقدام ته اړ شي


د جرمني د مالیې وزیر لارز کلېنګبایل په برلېن کې د یوې غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه.
د جرمني د مالیې وزیر لارز کلېنګبایل په برلېن کې د یوې غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه.

د جرمني د مالیې وزیر وايي، که واشنګټن د دوه اړخیزه سوداګرۍ په لړ کې عادلانه چلند و نه کړي نو اروپایي ټولنه به اړ شي چې د امریکا د ګمرکي تعرفو پر وړاندې "پرېکنده" اقدام وکړي.

د فرانسې خبري اژانس او رویټرز د جولای پر ۱۳مه وویل، لارز کلېنګبایل دا خبره د جرمني يوې ورځپاڼې ته په مرکه کې کړې او زياته کړې يې ده چې له امریکا سره "جدي او حل ‌محوره خبرې اترې" لا هم اړینې دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جولای پر ۱۲مه اعلان وکړ چې د راتلونکې میاشت له پیل څخه به یې اروپایي ټولنه او میکسیکو د ۳۰ سلنه درنو تعرفو هدف وي.

خو د جرمني د ماليې وزير ويلي، اروپا هوډمنه او متحده ده او د ځان لپاره يو عادلانه تړون غواړي.

ټرمپ سږ کال په اپرېل کې پر یوشمېر سوداګریزو شریکانو لویې تعرفې اعلان کړې خو وروسته یې بیا د اروپايي ټولنې په ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره د سوداګرۍ دوه اړخیزو موافقو لپاره مذاکرات هم پیل کړل.

تعرفه هغه ټیکس یا مالیه وي چې یو حکومت یې پر واردېدونکو (درامدېدونکو) شیانو لګوي.

XS
SM
MD
LG