پولیس وايي په مستونګ کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو یو کس وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي.
د مستونګ د پولیسو یو افسر یونس مګسي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د جولای په لومړۍ نېټه شوې ده. د نوموړي په وینا د نامعلومو وسلوالو په ډزو یو ۱۶ کان زلمی وژل شوی دی. د دې ترڅنګ د هغوی په ډزو سرکاري ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.
د مګسي په وینا وروسته چې کله پولیسو ځوابي ډزې وکړې نو په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه وسلوال ووژل شول او درې نور ژوبل شول.
نوموړی وايي د پلټنې عملیات دوام لري خو تراوسه څوک نیول شوي نه دي.
کومې وسلوالې ډلې تر اوسه د برید مسوولیت قبول کړی نه دی خو په یاده سیمه کې ډېری وخت د داډول بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون پاله ډله، بلوڅ لیبرېشن ارمي قبلوي.