چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې وروستیو بارانونو، سېلابونو او له غرونو د ډبرو ښویېدو پېښه کې ټول ۲۲ کسان وژل شوي دي او ۱۱ نور ژوبل دي.
په خیبر پښتونخوا کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي دا مرګژوبله د جون له ۲۵مې نېټې وروسته د پینځو ورځو ده.
د جون پر ۳۰مه د یادې ادارې لخوا مشال راډیو ته په ورکړل شوي راپور کې ویل شوي دي چې په وژلو شویو کې اووه سړي، ۱۰ ماشومان او پینځه مېرمنې دي.
د راپور له مخې بارانونو او سېلابونو تر ټولو زیات تاوان په سوات ضلع کې خلکو ته اړولی دی. دغلته ۱۴ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
پي ډي اېم اې وايي نورې پېښې په اېبټ اباد، مانسهرې، کوزچترال، بونیر، صوابۍ، کورمې، چارسدې، ملاکنډ، شانګلې، کوز دیر، جنوبي وزیرستان او تورغر کې مخې ته راغلې دي.
راپور وايي بارانونو ټول ټال ۷۵ کورونو ته هم زیان اړولی دی چې پکې ۱۱ په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د موسمیاتو ادارې د اټکل له مخې د جولای تر پینځمې نېټې د بارانونو وړاندوینه شوې ده.
په خیبر پښتونخوا کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) ویاند انور شهزاد د جون پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د معاوضو د کړنلارې له مخې په افتونو کې له د وژلي شوي هر کس کورنۍ سره ۱۰ لکه روپۍ مرسته کېږي، زیاته اندازه باندې ژوبلو کسانو ته درې لکه او معمولي زخمیانو ته ۵۰ زره روپۍ ورکول کېږي.
همدارنګه د چا چې کور په مکمل ډول ړنګ شوی وي ورته درې لکه او چې په جزوي ډول وران وي ورته یو لک روپۍ ورکول کېږی.
نوموړی وايي په خیبر پښتونخوا کې دا مرستې تر اوسه نه دي وېشل شوې خو زر به ووېشل شي.