د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ایران په ګډون د منځني ختیځ پر تازه حالاتو خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دواړو په دې اړه بیانونه خپاره کړي دي چې مارکو روبیو د جون پر ۲۷مه په داسې حال کې خبرې اترې وکړې چې مارکو روبیو ورته ټلیفون کړی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تامې بروس په یو بیان کې ویلي چې "د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له شهباز شریف سره په خبرو کې د منځني ختيځ پر پېښو غږېدلی دی."
بیان زیاتوي چې روبیو پر دې ټینګار کړی چې ایران به د اټومي وسلو ترلاسه کولو هڅه پرېږدي او وسلې به نه ترلاسه کوي.
په بیان کې راغلي چې دواړو مشرانو دا ومنله چې د ایران او اسراییل ترمنځ تلپاتې سولې او په سیمه کې د کرارۍ لپاره په ګډه کار کول مهم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۲۳مه د ایران او اسراییل ترمنځ له نهه ورځنۍ جګړې وروسته د اوربند اعلان وکړ.
د پاکستان په ګډون د نړۍ یو شمېر هیوادونو د امریکايي ولسمشر ټرمپ د دې ګام هرکلی او ستاینه کړې وه.
د پاکستاني وزیراعظم له دفتره د جون پر ۲۷مه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې شهباز شریف د خبرو اترو پرمهال "د ولسمشر ټرمپ د زړورې او پرېکنده مشرۍ ستاینه وکړه کومه چې د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند سبب شوه."
بیان زیاتوي چې وزیراعظم شهباز شریف د مارکو روبیو هم مننه وکړه د ده په وینا، امریکا د هند او پاکستان ترمنځ په جګړه کې اوربند کړی وو.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې شهباز شریف او مارکو روبیو پر دې سلا شوي چې د امریکا او پاکستان اړیکې به لا ټینګوي او سوداګري به زیاتوي.