د بلوچستان په سر ښار کوټه او نورو ښارونو کې د سرکاري ملازمینو احتجاج دوام لري. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د مرکزي حکومت د ملازمینو په شان دې د دوی معاشونه هم لوړ کړل شي.
د بلوچستان سرکاري ملازمینو احتجاج او کاربندیز د جون پر ۲۵مه پیل کړی او نن یې دویمه ورځ ده. د احتجاج او کاربندیز پر مهال په ښار کې یوشمېر سرکاري دفترونه او بازارونه تړلې دي او ځیني سړکونه هم بند دي.
د کاربندیز او احتجاج په اړه د بلوچستان د سرکاري ملازمینو د ټولنې یو مشر عارف ترین مشال راډیو ته وویل: "ټول دفترونه، هسپتالونه او بازارونه بند دي، د کوټې ترڅنګ په ټولو ضلعو کې هم سرکاري دفترونه بند دي."
سرکاري ملازمین وايي ترڅو یې غوښتنې منل شوې نه وي، احتجاج به یې روان وي. دوی وايي د صوبو او مرکز د سرکاري ملازمینو د معاشونو ترمینځ د توپیر د ختمولو لپاره ۳۰ سلنه مراعات غواړي. مظاهره کوونکي وايي د بلوچستان حکومت ورسره منلې وه چې د هغوی دا غوښتنه به مني خو اوس نه یوازې له هغې ژمنې په شا شوی دی بلکې د دوی لسګونه ملګري یې هم ګرفتار کړي دي.
خو د بلوچستان لومړی وزیر میر سرفراز بګټی وايي، سوله ییزه احتجاج کول د هرچا حق دی خو د سترې محکمې د حکم له مخې سرکاري ملازمین دا حق نه لري چې سړکونه وتړي او یا هم د اسمبلۍ د ودانۍ مخه بنده کړي. هغه وايي: "د سرکاري ملازمینو غوښتنه که منو نو د کال ۴۰ اربه روپۍ به راته پکار وي او د بلوچستان اوسنی حکومت په اقتصادي ډول دومره مستحکم نه دی چې دا بوج پورته کړل شي."
د بلوچستان حکومت د جون پر ۱۷مه د نوي مالي کال لپاره بودیجه اسمبلۍ ته وړاندې کړه چې حجم یې ۱۰۲۰ اربه روپۍ جوړېږي.
د بلوچستان د نوي مالي کال په بودیجه کې د ټولو سرکاري مامورینو په معاشونو کې ۱۰ سلنه او په تقاعد کې اووه سلنه زیاتوالی راوستل شوی دی.
دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې په تاریخ کې په لومړي ځل د بلوچستان حکومت کلیزه بودیجه ۱۰۲۰ اربه روپۍ ټاکل شوې ده. تېر کال د هغې صوبې بودیجه ۹۵۶ اربه روپۍ وه.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشر یونس زهري له حکومته غوښتنه کړې ده چې د سرکاري ملازمینو غوښتنې دې واوري او د حل یوه لاره دې راوباسي. هغه دا غوښتنه هم وکړه چې نیول شوي سرکاري ملازمین دې زر تر زره خوشې کړي.