نوموړی پښتون سندرغاړی او د مشال راډیو همکار هارون باچا وايي، په افغانستان کې موسیقي له شدید سانسور او بندیز سره مخ ده او د موسیقۍ هنرمندان، استادان او حتی علاقمندان يې هم له فزیکي، اقتصادي او رواني فشارونو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي دا څرګندونې د جون پر ۲۵مه د ترکیې په استنبول ښار کې په يوه نړيوال کنفرانس کې وکړې. د کانفرانس تابیا یوې سویډنۍ ادارې کړې وه. دا داره Raoul Wallenberg Institute نومېږي او د کنفرانس عنوان یې په "افغانستان کې انتقالي عدالت او اقلیتونه، راتلونکي امکانات او مقایسوي تجربې" وو.
هارون باچا په دې کنفرانس کې د پښتو موسیقۍ د انسټیټیوټ په استازیتوب ګډون وکړ. باچا چې د یاد انسټیټیوټ مشري په غاړه لري، د استنبول کانفرانس ته یې د افغانستان د موسیقۍ پر روانو حالاتو مفصل پریزنټیشن وړاندې کړ. نوموړي د خپل سازمان PMI لخوا د ترسره شوې کیفي څېړنې پر بنسټ د افغان موسیقارانو او موسیقۍ د اوسني بحراني وضعیت په اړه د تحقیقي راپور مهمې موندنې شریکې کړې.
هارون باچا په خپل پریزنټیشن کې "په افغان ټولنه کې د موسیقۍ پر غږونکو د بندیز او د ټولنیزې بدنامۍ اغېزې" پر موضوع وغږېد.
د پښتو موسیقۍ د انسټیټیوټ د راپور مهم ټکي:
- د حکومتي پالېسیو پر اساس پر موسیقۍ بندیزونه لګیدلي، د موسیقۍ د تولید ټول مرکزونه بند او د موسیقۍ الات ضبط شوي یا سوځول شوي دي.
- پښتانه موسیقاران او د هغوی کورنۍ تر درنو کلتوري، حکومتي او ټولنیزو فشارونو لاندې دي.
- ښځینه سندرغاړې د نارینه هغو پرتله تر ډیر جدي فشار لاندې دي او آن د مرګ له ګواښونو سره مخ دي.
- له ۲۰۲۱ز کال وروسته اکثریت مسلکي موسیقیاران له افغانستانه وتلي یا پټ ژوند ته اړ شوي او له سختو اقتصادي شرایطو سره مخامخ دي.
- د ټولنیز تحقیر له امله ځیني هنرمندان ځانونه پټ ساتي او له هنري هویت څخه انکاري دي.
- نړیوالو کلتوري سازمانونو او مرسته کوونکو ادارو د دې حالت په بدلولو کې هېڅ د پام وړ مرسته نه ده کړې.
هارون باچا د دغو کشالو د هواري لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي د بشري حقونو له مدافعینو، او کلتوري ارګانونو څخه وغوښتل چې د افغان موسیقۍ د ژغورنې لپاره دې لاس یو کړي. هغه ټینګار وکړ چې موسیقي یوازې یو هنر نه، بلکې د خلکو د اجتماعي هویت، تاریخي حافظې او ازادۍ یوه ژبه ده.
هارون باچا له نړیوالو کلتوري بنسټونو، د بشري حقونو له فعالانو، د موسیقۍ له نړيوالو سازمانونو او داراز له ژورنالیستانو وغوښتل چې د دې بحران پر وړاندې خپل غږ او خپل دریځ څرګند کړي.
نوموړي وویل: "د افغان موسیقارانو غږ خاموشه دی، که موږ دا غږ اوچت نه کړو افغاني موسیقي د نابودۍ له خطر سره مخ ده او دا به یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د نړیوال بشري میراث لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وي."