محمود خان اڅکزي وايي، دوی د دې اجازه نشي ورکولای چې له ای اېم اېف څخه اخیستل شوی پور دې د پښتنو او نورو په قدرتي شتمنیو ادا کړل شي.
په پاکستان کې د اساسي قانون ساتنې لپاره د جوړ اتحاد او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د جون پر ۱۳مه په کوټه کې د خبري غونډې پر مهال کړې دي.
محمود خان اڅکزي د تل په څېر د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اوسنی وفاقي حکومت په درغلیو راغلی وباله او له هغوی یې د استعفا غوښتنه تکرار کړه.
نوموړي وویل، "په نړۍ کې چې کوم هیوادونه د جمهوریت لپاره غږونه پورته کوي او یا ځان د ولسواکۍ پلویان بولي، هغوی باید د پاکستان له اوسني غیرنماینده حکومت سره اړیکې نه وای پاللې."
نوموړي د نړیوالو په مخاطب کولو وویل، "تاسو ته معلومه ده چې دا حکومت څنګه جوړ شوی دی، څنګه یې د پاکستان په ایین ملنډې وهلې دي، عدالتي نظام چې یې څنګه خراب کړی دی، پر رسنیو یې بندیزونه لګولي دي."
نوموړي د پاکستان پر ولس غږ وکړ چې دې هر څه ته په کتو، باید ټول لاس سره ورکړي او دا "غیرقانوني حکومت به نسکورول وي ګني نو خدای مه کړه پاکستان نسکورېږي."
محمود خان اڅکزي دا خبري غونډه له هغه وروسته وکړه چې په زیارت او کوټه کې یې د خپل ګوند دوه ورځنۍ د مرکزي ایګزیګټیو او مرکزي کمېټۍ غونډې وکړې.
هغه وویل چې د ګوند مشرتابه یې په دې دوو ورځو کې د پاکستان، سیمې او نړۍ پر روانو حالاتو بحثونه کړي دي.
نوموړي د خبري غونډې پرمهال د اسراییل له خوا پر ایران د شوي برید په اړه هم خبرې وکړې او هغه یې د پاکستان او سیمې لپاره ننګونکی وباله.
ده وویل اوس چې په ایران کې څه روان دي، د دې لپاره په کار ده چې په پاکستان کې یووالی وي، بیا کېدای شي چې د دې مشکلاتو مقابله وکړای شي.
نوموړي د پاکستان له خوا نورو هیوادونو ته د ایټمي وسلو مبینه ورکړې ته په اشاره وویل، "پر پاکستان تور دی چې ایران، لیبیا او شمالي کوریا چې څه کوي، هغوی ته دا رېوړۍ "د ایټمي وسلو جوړولو وسایل" پاکستان ورکړي دي.
محمود خان اڅکزي د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو له ډلې د چا نوم یاد نکړ خو ویې ویل، "دا ډېر خطرناک خلک دي، هغوی نه څوک بخښي او نه څه هېروي."
اڅکزي وویل چې د دې حالاتو د مقابلې لپاره په ملک کې د قامونو او ولسونو ترمنځ یووالی ضروري دی او د یووالي او د ایین واکمنۍ لپاره ضروري ده چې د ده په وینا، شهباز شریف او د هغه ملګري له حکومته لاس واخلي.
دا لومړی ځل نه دی بلکې محمود خان اڅکزي تر دې وړاندې هم په وار وار تور پورې کړی دی چې په پاکستان کې د ۲۰۲۴م مال د فبرورۍ پر اتمه په شویو عامو انتخاباتو کې پوځ لاسوهنه کړې وه او د خپلې خوښې حکومت یې جوړ کړی وو.
خو نه یوازې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن دا تورونه ردوي بلکې پوځ او د مسلم لیګ نون ډلې د شهباز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت هم د داسې دریځ غندنه کړې او هغه ټولټاکنې یا عام انتخابات یې شفاف ګڼلي دي.
محمود خان اڅکزي د جون پر ۱۳مه یو ځل بیا تکرار کړه چې که په اوسنیو حالاتو کې په پاکستان څه وشو نو د ده په وینا، هغه پوځي او ولسي خلک به یې زمه واري وي چې د دې اوسني حکومت ملاتړ کوي.
ده وویل، "د پاکستان د پاته کېدو او پرمخ تلو یوازېنۍ لاره دا ده چې بلکل رڼې ټاکنې وي او په رښتیا د ایین واکمني وي."
محمود خان اڅکزي د خبري غونډې پرمهال په پاکستان کې د وفاق له خوا د قدرتي شتمنیو په خپل لاس کې د اخیستلو د هڅو پر سر د راپورته شوي بحث په اړه هم خبرې وکړې.
دا موضوع له هغه وروسته توده شوه چې پاکستان لومړی په اسلام اباد کې په دې اړه نړیواله غونډه وکړه او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان اسمبلیو د وفاق په حق کې قانون سازي هم وکړه.
محمود خان اڅکزي په دې اړه وویل، "په اسلام اباد کې یې غونډه وکړه، د اروپا خلک یې را غونډ کړل او ورته ویې ویل چې د پاکستان غرونه او رغونه له قدرتي شتمنیو ډک دي، دا یوسئ او د پیسو نړیوال صندوق پور په ادا کړئ."
محمود خان د ځینو نورو ګوندونو او په ځانګړې توګه ملتپالو په څېر وویل، "داسې نشي کېدای، دلته د پنجاب، سیند، بلوڅ او پښتانه په وطن کې د هرې لوېشتې مالک معلوم دی. تاسو څه کوئ، په ملک کورنۍ جګړه پیلوئ؟"
تر دې وړاندې یو شمېر نورو پښتون او بلوڅ ملتپالو ګوندونو هم د پاکستان د دې ګام غندنه کړې او اعلان یې کړی دی چې دوی به د خپلې خوښې خلاف شتمنۍ وفاق ته ورنکړي.
محمود خان وویل، "دا دې وکتل شي چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه اخیستل شوې پیسې چېرې لګېدلې دي. موږ تیار یو چې که د هغو پیسو یوازې ۱۰ فیصده زموږ په وطن کې لګېدلې وې نو موږ به ۲۰ فیصده ورکړو."
د ده په وینا، په نړۍ کې چې کله هم د پوځ او ولس ترمنځ جګړه شوې ده نو ولس ګټلې ده.
محمود خان اڅکزي د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر اړیکو او پر ډیورنډ کرښه د اوښتو لپاره پر جوړو خو اوس تړل شویو لارو هم خبرې وکړې.
هغه وویل، "د پنجاب د واهګې پر پوله د روان تجارت په څېر باید له افغانستان سره هم په ازاده توګه د سوداګرۍ اجازه ورکړل شي او لارې خلاصې کړل شي."
محمود خان اڅکزي د دې تر څنګ د پاکستاني حکومت له خوا د افغان کډوالو په زر اېستل کېده هم وغندل او دا یې د کډوالو په اړه له منل شویو نړیوالو قوانینو هم سرغړونه وبلله.
د پاکستان مرکزي حکومت تر اوسه د محمود خان اڅکزي د تازه څرګندونې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې داسې تورونه ټول او تل رد کړي دي چې ګواکې دوی ملکي او یا هم نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.