په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی دی چې په اسلام اباد کې به د شارژدافېیر (ناظم الامور يا چارسنبالي) رتبه د سفير کچې ته لوړوي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د مې پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه تر هغه څو ساعته وروسته دا اعلان وکړ چې د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار وويل چې په افغانستان کې به د طالبانو له حکومت سره د سفارتي اړيکو کچه د سفير رتبې ته لوړوي.
نوموړي د مې پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه ليکلي ول چې د روان ۲۰۲۵ز کال د اپرېل پر ۱۹مه يې له پاکستاني پلاوي سره کابل ته "خورا ګټور" سفر کړی وو او د هغه په وينا، تر هغه سفر وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکې پر "مثبت لوري" روانې دي.
ډار پر مخ ليکلي ول، هغه "ډاډه" دی چې دا ګام به د اړیکو د ښه والي، په اقتصادي، امنیتي، سیمه ییزو او سوداګریزو برخو کې د پاکستان او افغانستان همکاري "ژوره" او "د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځ د لا زیاتې راکړې ورکړې" د ودې لپاره نوره هم مرسته وکړي.
اوس مهال پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شارژدافېیر (ناظم الامور) تر کچې سفارتي اړیکې لري.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ليکلي دي چې "د متقابل عمل پر بنسټ" به په اسلام اباد کې خپله استازولي له شارژدافېیر څخه د سفیر کچې ته لوړه کړي.
بلخوا د دغه وزارت یو چارواکي، ذاکر جلالي، د مې پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې اوسنی شارژدافېیر ، سردار احمد شکیب، به په پاکستان کې د طالبانو د سفیر په توګه دنده ترسره کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان د مې پر ۲۳مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي ول چې د طالبانو له حکومت سره يې په "اصولو کې موافقه" کړې ده چې سفارتي اړیکې به لوړوي.
تر هغه مخکې، د مې پر ۲۱مه په بیجینګ کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ترمینځ تر درې اړخیزو خبرو وروسته وانګ ویلي ول چې د طالبانو حکومت او اسلام اباد د سفارتي اړیکو د غښتلي کولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.
په هغه لیدنه کې درېواړو لوریو افغانستان ته د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) پروژې پر غځولو هم "موافقه" کړې وه.