د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايمنسټي انټرنېشنل وايي پاکستان کې د تودوخي لوړېدو مدیریت لپاره سم کار نه کېږي


د پاکستان په ګلګت کې د تودوخي لوړېدو له وجې کنګلزار په ویلېدو دی: انځور له ارشیفه
د پاکستان په ګلګت کې د تودوخي لوړېدو له وجې کنګلزار په ویلېدو دی: انځور له ارشیفه

د بشري حقونو نړيواله اداره، ايمنسټي انټرنېشنل وايي په پاکستان کې د تودوخې د لوړېدو سم مديريت نشته چې له امله یې خلک د روغتيا له بنیادي حقونو محروم پاتې شوي او ستونزې یې زیاتېږي.

یادې ادارې د مې پر پينځمه په يو راپور کې وويل چې پاکستان په نړۍ کې د تودوخي د بدلون له وجې پيدا شويو ګواښونو ته په کتو، تر ټولو زیات له خطر سره مخ هېوادونو کې په پينځم نمبر دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ليکلي چې په پاکستان کې داسې کوم فعال سیسټم نشته چې په وخت دې بيړنيوو ناورینونو او روغتيايي ستونزو ته په سم ډول ځواب ووايي. د راپور ترمخه، د سېلابونو د مخنيوي نه کولو او چاپيريال ساتنې د سمو پروګرامونو د نه عملي کولو له کبله ناروغۍ ډېریږي او په ځانګړې ډول د ماشومانو او زړو ژوند ته ډېر خطر پېښ دی.

ايمنسټي انټرنېشنل وړانديز کړی چې نړيوالو بشري حقونو ته په پام دې، د پاکستان حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د چاپيريال ساتنې په برخه کې کړی پرمختګ روان وساتي او داسې پايداره پروګرامونه جوړ کړي چې روغتيايي سیسټم یې بهتره او د نړيوالې تودوخې خطرونه اداره کړلی شي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د دې راپور په غبرګون کې څه نه دي ويلي. تېر کال د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په ملګرو ملتونو کې د وينا په وخت پر نړيوالو غږ کړی وو چې د طبیعي ناورینونو د کنټرول لپاره دې ورسره مرسته وکړي.


XS
SM
MD
LG