د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او اروپا د يو بل په ځينو محصولاتو ټېکسونه زیات کړل


په اسټريا کې د فولادو کارخانه
په اسټريا کې د فولادو کارخانه

اروپايي اتحادیې ویلي چې پر فولادو او المونیم د امریکا د پراخو ټیکسونو په ځواب کې به د اپریل له میاشتې څخه په امریکایي توکو د ۲۶ اربه یورو په ارزښت مالیې لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۲مه، د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د فولادو او المونیم پر ټولو درامداتو د ۲۵ فیصده ټیکسونو امر عملي کیږي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا ووندر لاین د مارچ پر ۱۲ په یو بیان کې وویل چې د اپریل په لومړۍ نیټه به په امریکايي محصولاتو د ټېکسونو لړۍ معرفي کوي، چې د اپریل تر ۱۳ مې نیټې پوری به په دوو پړاونو کې عملي شي.

د رویټررز خبري اژانس د یو راپور تر مخه اروپايي اتحادیه غواړي چې په امریکايي توکیو د امریکا د ټیکسونو یا تعرفو مساوي ټیکسونه ولګوي.

د اروپايي اتحادیې مشرې په بیان کې دا هم ویلي چې په معنا لرونکو خبرو اترو کې برخې اخیستو ته چمتو دي او د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ کمیشنر ته یې دنده سپارلې چې د امریکا سره د ستونزو د غوره هواري لپاره خبرې بیا پیل کړي.

XS
SM
MD
LG