برتانیا منلې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دوه برتانويان بندیان کړي دي.
د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۴مه، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د نيول شوو کسانو له کورنۍ سره همکاري کوي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي چې دوه برتانويان، يو چينايي الاصله امريکايي او د هغوی افغان ژباړن یې د فبرورۍ پر لومړيوو ورځو کې نيولي ول. خو قانع د هغوی د نيولو وجه و نه ښووله. البته نوموړي دعوه کړې چې درې واړو بهرنيانو د افغانستان پاسپورټونه او تذکرې لرلې چې په اړه یې پلټنې کوي.
تر اوسه پورې امريکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي. بلخوا بي بي سي په خپل راپور کې ويلي چې نيول شوي برتانويان ۷۹ کلن پيټر رېنولډز او د هغه مېرمن ۷۵ کلنه باربي رېنولډز دي چې له ۱۹۷۰م کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسېږي.
د راپور ترمخه، هغوی له ۱۸ کلونو راهیسې د افغان مېندو او ماشومانو لپاره روزنیزې پروژې پرمخ وړي.
د برتانيې حکومت د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې خپلو وګړيو ته خبرداری ورکړی وو چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي. طالبانو تر دې مخکې هم ځيني بهرني وګړي نيولي چې وروسته یې د جوړجاړي په ترڅ کې خوشې کړي دي.