د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زیلېنسکي: وخت راغلی چې اروپا باید خپل ځواکونه جوړ کړي


د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي د جرمني په میونېخ کې د خبرو پرمهال.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي د جرمني په میونېخ کې د خبرو پرمهال.

د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي په اروپايي هېوادونو غږ کړی چې د امريکا د احتمالي جلا کېدو او د روسیې د دوامداره ګواښ د مخنيوي لپاره يو ګډ پوځ جوړ کړي.

ولسمشر زیلېنسکي د فبرورۍ پر ۱۵مه د جرمني په میونخ امنیتي کنفرانس کې په خپله وينا کې وويل، "اوس وخت راغلی چې بايد اروپا خپل ځواکونه جوړ کړي."

نوموړي زیاته کړه، "که امریکایانو پرېکړه وکړه چې خپله موجودګۍ کموي، نو دا به ښه خبره نه وي او یو ډېر خطرناک اقدام به وي.”

نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کې کړې دي چې سږکال د اوکراین په اړه پوښتنې او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امريکا د نوي ادارې دریځ تر پوښتنو لاندې راغلی دی.

بل پلو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په بیا بیا ویلي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ به روانه جګړه پای ته رسوي.

روسیې د ۲۰۲۲ م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل کړی وو او له هغه راهیسې په دې جګړه کې په سلګونه زره خلک وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG