د امریکا ولسمشر د سولې يو جوړجاړي ته د رسېدو هڅو د تېزولو په لړ کې د روسیې او اوکراين له ولسمشرانو سره په ټېلېفون خبرې کړې دي.
ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۲مه پر ټروت سوشل ټولنیزې شبکې ليکلي چې هغه او ولسمشر ولادیمیر پوتين رضا شول چې د اوکراين جګړې د ختمولو لپاره به یې پلاوي سمدستي خبرې پيل کړي.
هغه همداراز ويلي چې د اوکراین له ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي سره یې هم ډېرې ښې خبرې کړې دي. د ټرمپ په وینا، د پوتين په شان زېلېنسکي هم سوله غواړي.
ټرمپ وروسته وويل چې ښايي له پوتين سره په سعودي عرب کې ملاقات وکړي.
ټرمپ داراز زیاته کړه چې دا ښايي احتمال و نه لري چې اوکراين دې د ناټو غړی شي او يا دې هغه ټوله ځمکه بیرته ترلاسه کړي چې روسیې ترې قبضه کړې ده.
بل لوري ته، د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي هم ويلي چې له ټرمپ سره یې د سولې د راوستلو په موقعو او د نورو شیانو تر څنګ د ډلو پر کچ د شريک کار په اړه خبرې وکړې.
بلخوا د پوتين د دفتر وياند دېمېتري پېسکوف وويل چې ولسمشر ټرمپ په سمدستي ډول د ترینګلتيا ختمولو او د مسلې د سوله ییز حل ملاتړ وکړ.
د پېسکوف په وينا، روسیه تياره ده چې د مذاکراتو لپاره امريکايي چارواکي ورشي او پوتين ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه هم ورکړه.