د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د ای اېم اېف له مشرې سره د هېواد پر مالي اصلاحاتو بحث کړی دی


شهباز شریف په اسلام اباد کې د ای اېم اېف له مشرې کرېستالینا ګیورګيېوا سره ستړي مه شي کوي - پخوانی انځور.
شهباز شریف په اسلام اباد کې د ای اېم اېف له مشرې کرېستالینا ګیورګيېوا سره ستړي مه شي کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف په متحده عربي اماراتو کې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له مشرې کرېستالینا ګیورګيېوا سره لیدلي دي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس د فبرورۍ پر ۱۲مه خبر ورکړی دی چې دواړو چارواکو د فبرورۍ پر ۱۱مه اسلام اباد ته د ای اېم اېف د پور پر روان پروګرام خبرې وکړې.

اژانس وايي، دواړو چارواکو دا ملاقات په دوبۍ کې د نړۍ د حکومتونو سرمشریزې پر مهال کړی چې پکې یې د پاکستان پر مالي نظام، اقتصادي پرمختګونو او مالي اصلاحاتو مهمې خبرې وکړې.

اژانس البته له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.

کرېستالینا ګیورګيېوا د فبرورۍ پر ۱۲مه پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) په لنډ بیان کې "د ای اېم اېف په مرسته د اصلاحاتو عملي کولو ته د پاکستان د ژمنتیا" ستاینه کړې ده.

ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې پاکستان ته د اووه اربه امریکايي ډالرو د پور ورکولو پروګرام تایید کړی وو.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.

پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

XS
SM
MD
LG