د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې په ۲۰۲۵ز کال کې به په افغانستان کې له یو مېلیون اړمنو کسانو سره د نغدو پیسو مرسته وکړي.
هغې ادارې د فبرورۍ پر پینځمه پر خپل رسمي اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي چې په هغه هېواد کې ۸۹ سلنه کورنۍ د نغدو مرستو ترلاسه کول غوره بولي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په کومک به تر ۱۰،۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته پیسې ورکړي او د څارویو د ساتنې او پالنې بستې به وروسپاري.
د مرستو ژمنې پر داسې مهال شوې دي چې یوشمېر بنسټونه اندېښمن دي چې د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډېدو سره به په افغانستان کې د ژمي پر مهال د مېلیونونو کسانو بد بشري وضعیت لا پسې خراب شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره میاشت د دندې تر سمبالولو وروسته په یو فرمان کې د حکومتي ارزونې تر بشپړېدو پورې د ۹۰ ورځو د مودې لپاره له هېوادونو او ټولنو سره مرستې وځنډولې.