د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو یو سازمان وايي ایران سږکال ۷۱ افغانان اعدام کړي


په ایران کې اکثره تورن کسان نه شي کولی چې مدافع وکیل ولري ـ پخوانی انځور.
په ایران کې اکثره تورن کسان نه شي کولی چې مدافع وکیل ولري ـ پخوانی انځور.

د ایران د بشري حقونو یو سازمان وايي، د یوه بل افغان وګړي په اعدام سره په روان ۲۰۲۴ز کال کې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۷۱ تنو ته ورسېد.

د "هه نگاو" په نوم د ایران د بشري حقونو غير حکومتي سازمان پرون (د ډېسېمبر پر ۲۶مه) په یوه راپور کې وويل چې د شيراز په عادل اباد مرکزي زندان کې چارشنبه (د ډېسېمبر پر ۲۵مه) د یوه افغان په ګډون دوه بندیان اعدام شول.

په راپور کې ویل شوي دي چې د کاتب سیدنیان په نوم افغان وګړی د "قصدي قتل" په تور اعدام شوی دی. د بشري حقونو سازمانونو او مدافعانو تر دې مخکې ویلي ول چې په ایران کې د تورنو کسانو د قضيو د څېړلو بهیر عادلانه نه دی او اکثره تورن کسان نه شي کولی چې مدافع وکیل ولري.

XS
SM
MD
LG