د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وایي د جیش العدل ضد یې د ایران سره په ګډه عملیات نه دي کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې پخوانی انځور.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د جیش العدل وسلوالې ډلې پر ضد شريک عمليات پاکستانيو او ايرانيو ځواکونو په ګډه نه بلکې يوازې اسلام اباد کړي دي.

د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې د نومبر پر اوومه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې دعوه وکړه چې د هغو عملیاتو په اړه ورکړل شوي راپورونه سم نه دي او له ایران سره شريکه پوځي کاروايي نه ده شوې.

هغې زياته کړه چې دغه عمليات د بلوچستان د پنجګور لويديځ ته، د پاکستان په خاوره کې ۳۰ کيلومیټره دننه پاکستانيو پوځيانو کړي دي. تر دې وړاندې، د نومبر پر شپږمه جیش العدل وسلوالې ډلې په يوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې د پاکستان او ايران پوځيانو په شريکو هوايي عملياتو کې د دوی د دوو قوماندانو په ګډون ۱۲ وسلوال وژلي دي.

دې ډلې دعوه کړې وه چې د نومبر پر پينځمه هغه عمليات د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمه سراوان کې شوي ول.

جیش العدل سني وسلواله ډله ده چې پر ايرانيو ځواکونو حملې کوي او له ایرانه د سیستان بلوچستان صوبې د ازادۍ لپاره جنګېږي.

پاکستان، ايران، امريکا، چين، جاپان او نيو زيلينډ دا ډله ترهګره ګرځولې ده. تر اوسه ايرانيو چارواکو د نومبر د مشکوکو شريکو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي خو درې ورځې مخکې اسلام اباد ته د ايران د بهرنيو چارو وزیر تر سفر وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دواړ ملکونه پر پوله د امنيت په ګډون، په دوه اړخیزو چارو کې له یو بل سره همکاري زیاتوي.

XS
SM
MD
LG