د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د ځینو وزارتونو د ختمولو حکومتي اقدام به د پاکستان اقتصاد ښه کړي؟


د پاکستان اقتصاد ورځ تر بلې له ننګونو سره مخامخېږي. پخوانی انځور
د پاکستان اقتصاد ورځ تر بلې له ننګونو سره مخامخېږي. پخوانی انځور

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د اقتصاد د ښه والي لپاره د حکومتي لګښتونو کمولو په ترڅ کې د شپږو وزارتونو د ختمولو بهیر پيل شوی دی چې له امله به یې لږترلږه يوه نيم لاکه سرکاري دندې له ختمې شي.

د خزانې وزیر محمد اورنګزېب وايي چې د حکومتي لګښتونو کمولو دا شرط د نړیوال مالي صندوق (ای اېم اېف) د ۷ اربو ډالرو د هغه قرض له شرطونو يو دی چې نيم یې وار له مخه پاکستان ته ورکړی دی.

نوموړي د سيپتېمبر پر ۲۹مه، په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وويل چې په پاکستان کې حکومتونو تل د خپل امدن په پرتله ډېر لګښتونه کوي چې له کبله يې په خزانه بوج زیات کړی دی.

"هغه څه چې لګښتونه ډېر کمولای شي هغه د شپږو وزارتونو يا ختمول او يا هم په يو بل کې مدغمول دي. په دې سره به ۶۰ فېصده هغه پوسټونه ختم شي چې یا ضروري نه دي ‌او يا هم خالي پاتې دي. دا نېږدې يوه نيم لاکه دي. دا به په کلني بجټ‌ بوج کم کړي. تاسو که د ای اېم ايف پخواني پروګرامونه وګورئ نو ښکاري چې زموږ حکومتونو وعدې ډېرې کړې خو عملي کړې یې نه دي. اوس وخت راغلی دی چې د اقتصادي بهترۍ لپاره پر دغو اعلانونو او وعدو عمل وکړو."

په ختمېدونکو يا ضم کېدونکو وزارتونو کې د صحت، معلوماتي ټېکنالوژۍ، صنعتونو، کشمیر او ګلت بلتستان او سرحدونو چارو هغه شامل دي. په دوی کې د کشمیر – بلتستان او سرحدونو چارو وزارتونه وارد مخه يو ځای کړل شوي دي.

که څه هم د اورنګزیب په وينا په ختمېدونکو سرکاري عهدو کې یې اکثره خالي‌ دي خو د اقتصادي چارو پوه انور شاه وايي چې د خلکو روزګار ختمول اقتصادي بهتري نه بلکې بدحالي راوستلی شي.

هغه د سيپټېمبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت ته به د ای اېم اېف دا شرط عملي ‌کول په سیاسي توګه اسانه نه وي او زیاتوي چې د اقتصاد ښه کولو لپاره د سرکاري دندو نه بلکې د درغليوو ختمول ضروري دي.

د ده به خبره، د روزګار ختمېدل په دې معنا دي‌ چې دايروي اقتصاد ته به زیان رسېږي.

"دایروي اقتصاد دې ته وايي چې زه تنخا واخلم، له دکانداراه سودا وکړم. دکاندار پر هغو پیسو له کارخانې نور شيان واخلي او کارخانه دار پر هغو پیسو نور شيان جوړ کړي. بله خبره دا ده چې يو نيم لاک خلک بې روزګاره کېدل دا پوښتنه پيدا کوي چې د دوی کورنۍ به څه خوري؟ مجبوراً به دوی د حکومت په خلاف مظاهرې کوي چې ورسره به اقتصادي او سیاسي بې ثباتي راځي."

د پاکستان وزیراعظم شهبار شريف د سيپټېمبر پر ۲۹مه په نيویارک کې خبریالانو سره په خبرو کې ومنله چې هېواد یې له بد اقتصادي حالته څخه تېريږي خو په وينا یې چې د بهترۍ هڅې یې تېزې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې د چين، متحده عرب اماراتو، سعودي عرب، نړیوال بانک او نړيوالي مالي صندوق د قرض اخیستو تر څنګ یې د پانګونې لپاره د امن برابرولو ته پام زیات کړی دی او سرکاري لګښتونه کموي.

د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق وايي، که څه هم د سرکاري لګښتونو کمولو لپاره حکومتي اقدامات به په سياسي توګه اسانه نه وي خو په وینا یې چې دا ضروري کار دی. نوموړي د سيپټېمبر پر ۳۰مه، مشال راډيو ته وويل چې پر دې سربیره باید د پانګونې پر هڅولو، سوداګرۍ اسانولو او برامداتو زیاتولو هم کار وشي.

"زموږ وزارتونه ډېر لوی دي. خرڅې یې بیخي ډېرې دي. کارونه او ګټه یې کمه ده. نو دا د اقتصادي بهترۍ لپاره ډير ښه اقدام دی. کوم سرکاري نوکر چې مظاهره کوي هغه باید دا له ځانه وپوښتي چې ولې هغه وزارت په خساره کې دی؟"

د پاکستان حکومت د سيپتمبر په پيل کې د وفاقي ‌کابینې تر منظورۍ وروسته اعلان کړی وو چې د شپږ وزارتونو تر څنګ به ۲۸ نورې هغه سرکاري ادارې هم ختموي چې بجټ یا بوديجه یې ‌ډېره خو کار یې کم دی. حکومت هيله ښودلې چې دغه اقدامات به اقتصاد ښه او پر بهرنیوو پورونو تکيه کمه کړي.

XS
SM
MD
LG