د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوانانو نړیواله ورځ: پښتانه ځوانان له انټرنېټه څومره ګټه اخلي؟


په پېښور کې ځوانان د انټرنېټ په استعمالولو بوخت دي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې ځوانان د انټرنېټ په استعمالولو بوخت دي - انځور له ارشیفه

په نړۍ کې هر کال د اګست ۱۲مه د ځوانانو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. سږ کال د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې د دې ورځې لپاره "د انټرنېټې لارو په وسیله د دوامداره پرمختګ" موضوع ټاکل شوی ده.

دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتي ټېکنالوژۍ په میدان کې له انقلابه وروستو، نړۍ په یو نړیوال کلي بدله شوی ده او د نړۍ سترې مالي ادارې، کاروبارونه، پوهنتونونه او سوداګریز شرکتونه د انټرنېټ له لارې خپلې چارې پر مخ وړي.

خو په پاکستان او ځانګړی توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د کمپیوټري خواندګۍ یا سواد په میدان کې ډېر کار نه دی شوی او وخت په وخت پر انټرنېټ بندیزونو د ځوان کهول تعلیمي او کاروباري هلې ځلې اغېزمنې کړېدي. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې اوس هم ډېرې داسې سیمې شته، چې د انټرنېټ اسانتیاوی نلري، او ځوان کهول ترې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان ګټه نه شي پورته کولای.

د برېتانیا په اوکسفرډ پوهنتون کې د معلوماتي ټېکنالوژۍ پوه شفیق ګېګیاڼی وايي چې انټرنېټ د ځوانانو د کاروبار او پیسو ګټلو لپاره یوه مهمه وسیله ده خو په پاکستان کې یې د ودې لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخیستل شوی. نوموړي زیاته کړه چې په اي کامرس کې تېر کال د پاکستان حکومت ډېرې پیسې ګټلي دي او د فري لانسنګ په میدان کې یې ۳۰۰ اربه روپۍ ترلاسه کړېدي.

د ده په وینا، پاکستان په اسیا کې دویم غټ هېواد دی چې د فريلانسنګ خدمتونه ورکوي خو که انټرنېټ نه وي نو دغه ځوانان به بې روزګاره کیږي او حکومت او ولس دواړو ته به یې تاوان رسي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي حکومت دې له خلکو د بیان ازادي‌ نه اخلي‌
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:44 0:00


دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو برخو کې امنیتي ادارې وخت په وخت انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون شبکه تړي، او د امنیت خرابې وضعې کاروبارونه هم اغېزمن کړي دي.

په پېښور کې د انفرمېشن ټېکنالوژۍ د چارو څیړنکاره زینت وايي چې د خیبر پښتونخوا ځوان کهول د انټرنېټ له لارې د کاروبار ډېر صلاحیت لري خو په دغه اړه ورته پوره پوهه او هنرونه نه دي ښودل شوي. "تیره میاشت ما یوه څیړنه کړې وه او له شاوخوا ۱۰۰نجونو مې پوښتنې کړې وې. دې څیړنې وښودله چې په صوبه کې ۵ فیصده نجونه هم د انټرنېټ پوهه نلري."

د زېنت په وینا، وجه یې دا ده چې په سکولونو کې د کمپیوټر زده کړې نه ورکول کیږي او زده کوونکي‌ له لسم ټولګي فارغ شي‌ خو بیا هم انټرنېټي هنرونه نه لري. نوموړې په دې اړه د پښتنو په ټولنه کې یوې بلې ستونزې ته په اشاره وویل چې شاوخوا ۶۰ فیصده نارینه دا فکر کوي چې ښځو یا نجونو ته د انټرنېټ له سره ضرورت نشته.

په پاکستان کې بیلا بیلو حکومتونو د ټولنیزې میډیا فورمونه لکه په یو ټیوب، ایکس او فیس بک بندیزونه لګولي دي او ادعا یې کړیده چې دا کار یې د امنیت په خاطر کړیدی. له دې وروستو خلکو د وي پي این له لارې سوشل میډیا ته رسی کاوه خو د پاکستان د مخابراتو د ادارې مشر حفیظ الرحمان روان کال د اګست پر دویمه اعلان وکړ چې ادارې یې د وي پي این د استعمال منظمولو پلان جوړ کړیدی.

په دغه اړه د انټرنېټي حقونو یو فعال فواد پیرذاده وايي چې د حکومت ناسمو پالیسیو خلک د روزګار او مالوماتو ترلاسه کولو د بنیادي حق نه بې برخې کړي دي. ده وویل: " د دې لپاره تر ټولو مهم شی انترنیټ دی خو په صوبه کې په نویو ورګډو ضلعو کې انټرنېټ نشته. چې کومې بندوبستي سیمې دي هلته هم وخت په وخت انټرنېټ تړل کیږي."

نوموړي زیاته کړه چې خلکو ته د انټرنېټ د بنیادي استعمال او سوشل میډیا څخهد ګټې پورته کول تربیه ډېره ضروري ده. "بل حکومت په سوشل میډیا په کاروبار ډېر ټیکسونه لګولي دي چې هغې هم ډېرې ستونځې پیدا کړي دي."

د انټرنېټي چارو څېړنکاره زینت بیا وايي چې حکومت په صوبو کې د ای ټي بورډ په نامه ادارې جوړی کړې دي او د انټرنېټي جرمونو د مخ نیوي لپاره یې قانون سازي هم کړې ده خو دا ادارې نورې سرمایه کارۍ ته اړتیا لري.

نوموړې زیاتوي چې یوه لویه ستونزه د هېواد خرابه اقتصادي وضع او له حقونو سرغړونه هم ده چې په نتیجه کې یې په پاکستان کې آن لاین کاروبار کوونکو ته پوره معاوضه نه ورکول کیږي. دی وايي "یوټیوب په کاناډا کې د یوې ویډیو ۱۰۰۰ ځله په کتلو باندی اتلس یا نورلس ډالره ورکوي خو په پاکستان کې یوازی صفر اعشاریه صفر پینځه ډالره ورکوي او د هغې وجه داده چې زموږ اقتصاد خراب دی." د نوموړې په وینا، په پاکستان کې د قانون سازۍ نیشتوالې او بیا د هغې سم نه عملي کول یوه لویه ستونزه ده.

د وفاقي حکومت وزیران وخت په وخت پر انټرنېټ د بندیزونو لیرې کولو او د ځوانانو د پرمختګ لپاره د هلو ځلو ادعاوې کوي خو په حقیقت کې ډېری حکومتي پالیسۍ سمې نه عملي کیږي. د خیبر پښتونخوا د صنعتونو وزیر عبدالکریم خان وايي چې د انټرنېټ د پرانستلو او تړلو اختیار له وفاقي حکومت سره دی خو دوي د ستونزې د هواري لپاره په صوبايي کچه هلې ځلې پیل کړیدي.

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې ځوانانو ته د هنر او انفارمېشن ټېکنالوژۍ په میدان کې د پوهې ورکولو لپاره پر ځینو منصوبو کار روان دی. "حکومت به د برټش کونسل په مرسته د پخوانیو قبایلي دوه زره ښځواو نجونو ته ډیجیټل هنرونه ورزده کوي. دویمه دا چې حکومت به په ۱۴ م اګست یوه پروژه پرانیزي چې ورسره به د صوبې په ۲۰ صنعتونو کې کارکونکو ته روزنه ورکوي او د میاشتې په سر هر یو تن ته ۱۵۰۰۰ روپۍ هم ورکوي."

د انټرنېټ د څار د ادارې ډیجیټل پورټل د شمېرو له مخې په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۱۱۱ مېلیونه انټرنېټ کاروونکي ول او ۴۵ فیصده خلکو انټرنېټ ته رسايي لرله. دغه شان روان کال په هغه هېواد کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو شمېر ۷۱ مېلیونه ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG