احساسات او خوشالي: د زندانیانو تبادله کې خوشې شوي کسان له کورنیو سره یوځای شول
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د درې امریکايي وګړو – السو کورماشېوا، ایوان ګرېشکووېچ او پال وېلن – کورنیو د اګست پر لومړۍ نېټه هغوی ته په میریلینډ کې د هوايي ځواک پر اډه ښه راغلاست وویل. هغوی تر سړې جګړې وروسته د واشنګټن او مسکو ترمینځ د زندانیانو په تر ټولو لویه تبادله کې خوشې شول. نور په انځورونو کې.

۵
د امریکا ولسمشر او د هغه مرستیاله له کورماشېوا او د هغې له کورنۍ سره خبرې کوي.
کورماشېوا د چيک جمهوریت په مرکز پراګ کې د ازادې اروپا راډيو د خبریالې په توګه کار کوي او د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري.
پولیسو هغه ۴۷ کلنه خبریاله د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې نیولې وه.
نوموړې اصلاً د روسیې د تاتارستان سیمې ده او هلته د خپلوانو لیدو لپاره ورغلې وه.

۶
کورماشېوا له خپلې کورنۍ سره روغبړ کو.
د روسیې یو عدالت تېره میاشت تر تړلو دروازو شا ته د مقدمې پر مهال کورماشېوا ته د هغه هېواد د پوځ پرضد د ناسمو خبرونو خپرولو په تور د شپږ نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه.
کورماشېوا، د ازادې اروپا راډيو او د امریکا حکومت دا تورونه رد کړي ول او عدالتي پرېکړه یې سیاسي بللې وه.

۷
بایډن امریکا ته د زندانیانو تر رسېدو وروسته له خبریالانو سره خبرې کوي.

۸
ګرېشکووېچ په ټېلېفون خبرې کوي او خبریالانو ته موسکی شوی دی.