د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلي وزیراعظم له امریکايي ولسمشر سره پر غزه خبرې اترې کړې دي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل چې د اوربند په اړه مذاکرات وروستي پړاو ته داخل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل چې د اوربند په اړه مذاکرات وروستي پړاو ته داخل شوي دي.

اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې له امریکايي ولسمشر جو بایډن سره د غزې پر جګړې او د اوربند موافقې پر امکاناتو خبرې کړې دي.

بایډن په پروني ملاقات کې خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې اسراییل او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، دې ژر د اوربند پر موافقې سلا شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل چې د اوربند په اړه مذاکرات وروستي پړاو ته داخل شوي دي خو په وینا یې چې لا هم ځینې مسلې شته چې باید هوارې شي.

ټاکل شوې چې نتنیاهو د جولايي پر ۲۶مه په فلورېډا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکو یا رېپبلېکن ګوند له نوماند ډانلډ ټرمپ سره وویني.

XS
SM
MD
LG