د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان شماریاتو اداره د ځمکو بریښنایي ریکارډ جوړوي


په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د سم ریکارډ نه شتون په بېلا بېلو وختونو کې د ملکیت لانجې او خونړي نښتې رامنځته کوي ـ پخوانی انځور.
په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د سم ریکارډ نه شتون په بېلا بېلو وختونو کې د ملکیت لانجې او خونړي نښتې رامنځته کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د شمارياتو اداره وايي، په هېواد کې په لومړي ځل د کرنیزو ځمکو کمپیوټري یا ډېجېټل رېکارډ جوړوي.

د ادارې یو چارواکي سرور ګوندل د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې په دې لړ کې په اسلام اباد کې د ټولو صوبو د اړوندو ادارو روزنیز پروګرام روان دی او تمه ده چې په اګست کې د کمپیوټري رېکارډ جوړولو لپاره سروې پیل شي.

ده زیاته کړه چې د سروې پر مهال به د ځمکې د مالکانو ترڅنګ د مالدارۍ او زراعتي مشینونو په اړه معلومات هم غونډېږي.

د خیبر پښتونخوا د کرنې ادارې یو چارواکي محمد عارف خان مشال راډيو ته وويل چې د صوبې له ۱۹ لکه کروندګرو څخه يوازې شپږ لکه ورسره راجسټر دي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول، قبایلي ضلعو کې د کرنیزو او نورو ځمکو د سم رېکارډ نه شتون له وجې یې د ملکیت پر سر یوشمېر لانجې دي چې په تېرو کلونو کې د خونړیو نښتو لامل شوې دي.

د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د خیبر پښتونخوا له حکومت سره موافقه لاسلیک کړې وه.

په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د هغې موافقې لاسلیکولو پر مهال ویلي ول چې ځمکو د رېکارډ شفافول به د شخړو په هواري کې مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG